په فاریاب او جوزجان کې ملا يعقوب امنيت خرابيدونکو ګواښ وکړ

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملایعقوب مجاهد د افغانستان د شمال او شمال ختيځو ولايتونو په سفر تللی او هلته يې له تالب جنګیالیو سره لیدلي او تازه څرګندونو کې متجاوزو او د امنيت خرابيدونکو ته ګواښ کړی او ویلي دي د داسې کسانو مخه به نيسي او ورته به سخته سزا ورکوي.
ملا يعقوب پر داسې حال فاریاب او نورو ولايتونو ته سفرونه کوي چې څو ورځې وړاندې فارياب کې امنيتي حالت خراب او ان د ولايت‌ د سقوط راپورونه هم ورکول شو.
ملا يعقوب وويل چې د دوی پوځیان د افغانستان د استقلال او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو وړتيا لري او اوس د دې وخت رارسیدلی چې د افغانستان ورونه قومونه په یوالی سره ژوند وکړي او هېواد ودان کړي.
ملا يعقوب د افغانستان شمال ته سفر کړی چیري کې چې هلته اوس هم دوی ته ګواښونه موجود دي، تالبانو په دې وروستیو کې هڅه پيل کړې چې د قوماندان مسعود د زوی أحمد مسعود چې له ځانه يې مقاومت اعلان کړی او وايي جګړه به کوي خبرې وکړي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ملایعقوب او ب رادر روسيې ته سفر کړی تر څو هلته د مقاومت په نوم د اعلان شوې جبهې له مسؤلینو سره خبرې وکړي او ورسره يوې هوکړې ته ورسيږي.
تالبانو باندي فشار دی چې بايد ټول شموله حکومت جوړکړي ښځو ته پکښې ځای ورکړي او همدارنګه بشري حقونو او بیان ازادي ته ژمن و اوسي تالبانو که څه هم دا هيڅ نه دي کړي خو اداعا لري چې دا هرڅه يې کړي او شرايط يې پوره کړي.
تالبانو دا ګواښ چاته وکړ ايا هدف يې د دوستم په ګډون مقاومت ډله ده ايا دوی پوهيږي چې له مقاومت يانو سره خبرې نيتجه نه ورکوي دا پوښتنې یوازي ملا يعقوب ځواب کولی شي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro