The news is by your side.

د مخابراتي برخې سقوط/ بيسيم او روشن مخابراتي شرکتونه يوځای کیږي

خبريال ويب پاڼه/ د خبريال ويب پاڼې موندنې ښيي چې د افغانستان د کمزوري اقتصاد له امله نه چې نورې برخې زيانمنې شوې بلکې دا سپېره څپه تر مخابراتي برخې هم را ورسېده او اوس په افغانستان کې ډیری مخابراتي شرکتونه ډیوالي کیدلو ته نژدې شوي دي.
يو شمېر تالب سرچينو خبریال ويب پاڼې ته وویل د ناوړه اقتصاد له امله د افغانستان مخابراتي برخه هم زيانمنه شوې او د افغانستان مخکښه مخابراتی سکتور تقریبآ د سقوط سره مخ دی.
په افغانستان کې یو دولتی او څلور شخصی مخابراتی شرکتونو فعاليت لري او د ډيوالي کیدلو څخه د ژغورنې لپاره غواړي چې د خپلې بقا لپاره بیلابیلې لارې چارې ولټوي.
په دې هلو ځلو کې یوه طرحه چی د افغان بیسیم او روشن مشر تابه(Agha Khan Telecom Development Fund) د پردی تر شا کار پرې کوي د دې ح شرکتونو یوځای کیدل دي.
افغان بیسیم چی شل فیصده سهم یې په دولت پوری مربوط دی کوښښ کوي چې د خپل امریکای شرکت (Telephone System International) له لارې چې د افغان بیسیم د اتیا فیصده ملکیت خاوند دی، دغه‌ قضيه مخ ته وړي.
داسې مالومیږي چې په دې چاره سره به د افغانستان د مخابراتو سکتور اوسنی رقابت چې دوی يې تر خپل منځ لري له منځه ولاړ شي، او کيسه به د انحصار شکل غوره کړي
ددې ترڅنګ به په زرهاوو افغانان بیکاره او یو پر مختللی سکتور به له رکود سره مخ شي او ګټه به یی یو بهرنی شرکت ته ولاړه شي.
د ټیلیکام سکټور په تیرو شلو کلونو کې نهایت ډیر پر مختګ کړی دی او دا ډول طرحې به هغه ټولې لاسته راوړنې له منځه یو سي.
له دې سره چې افغان بيسيم او روشن له ډيوالي کیدلو سره مخ دی ام ټي آن شرکت هم ويلي چې له افغانستانه وزي.
د افغان ټیلیکام مخکني عوايد د بهرنيانو او امریکایانو د انټرنيټ د قراردادونو له لوري تر پنځه اویا فيصدي پوری‌ تکمیل کیدل نو اوس يې دا عوايد نشته او داسې بريښي چې ژر به له ډيوالي کیدلو سره مخ شي
انټرنټ له قرادادو څخه لاسته راوړل، دغه عواید یی له لاسه ورکړیدی او ډیر ژر به له ډیوالی کیدو سره مخامخ سی.
اوس د افغانستان نوی حکومت بايد د انحصار دا کړۍ ماته او خصوصي سکتور ته اسانتیاوې برابرې کړي چې له مرګه وژغورل شي
،

Comments are closed.