The news is by your side.

باجوه د خپل وارخطا عسکرو د مورال لپاره بلوچستان ته سفر کړی

خبريال ويب پاڼه/ په دې وروستیو کې د پاکستان پر عسکرو د دوی تر ولکې لاندې بلوچستان ايالت کې پر پاکستاني پوځيانو خونړي بریدونه وکړل چې پکښې یې لسګونه عسکر هلاک او ژوبل کړل.
له دې بریدونو وروسته د پاکستان عسکر وارخطا او په تېښته يې پیل وکړ خو نن د دې وارخطا عسکرو لپاره د دوی مشر جنرال قمر باجوه بلوچستان ته ولاړی او هلته يې وارخطا عسکرو ته وويل چې نور به حالت سم شي.
باجوه په کچ او تربت ضلعو کې نن ټوله ورځ هلته له وارخطا عسکرو څخه وغوښتل چې ونه ډاریږي ځکه نور به پرې بريدونه نه کيږي او دوی به يې دفاع وکړي.
د جنوري په ۲۵د بلوچستان په کچ سيمه کې چیري چې هر وخت بلوڅ ملتپالو پر پاکستاني عسکرو تندر جوړ کړی يو ځل بیا تندريځ بريد کې لس پاکستاني عسکر هلاک او تر دې زیات يې ژوبل کړل چې ورسره سم په هغه سیمه کې ټول عسکر ويرې واخستل.
په ورته وخت کې د همدې میاشتې پر۲۷ نېټه په ډيره بګټي سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه د څلورو عسکرو په هلاکت سره پای ته ورسيده.
له دې وروسته د پوځ او حکومت مشران وارخطا او د خپلو وارخطا عسکرو د تېښتې مخنيوي لپاره يې باجوه په زور دې سیمې ته ولیږه او هلته يې وارخطا عسکرو ته مورال ورکړ.
په اوس وخت کې ټي ټي پي او بلوڅ ملتپال هغه ګواښونه دي چې پاکستانی دولت يې وارخطا کړی او دوی لاس په کار شوي چې اوس مهال لپاره ټي ټي پي د سولې خبرو ته راضي کړي.
تراوسه ټي ټي پي او بلوڅ‌ ازادي غوښتونکو زرګونه پاکستاني عسکر هلاک کړي او له ژونده توبه ګار کړي چې زياتو یې ان عسکرۍ هم پرېښې دي موده وړاندې ټي ټي پي په مشروطه ډول له پاکستان سره يو مياشتنی اوربند وکړ خو وروسته مالومه شوه چې پاکستان پر خپلو ژمنو ولاړ نه دی او هغه سره سم ټي ټي پي بيرته خپل بريدونه پيل کړل

Comments are closed.