The news is by your side.

صالح: د افغان پوځ وسلې او ټانکونه د غنیمت او خپل حق په توګه پاکستان وړي

خبریال ویب پاڼه/ تر دې وړاندې او اوس هم داسې راپورونه ورکول شوي چې د افغان پوځ پرمختللې وسلې پاکستان باندې پلورل کيږي.
په دې اړه د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه باندي تور لګولی چې د پاکستان پوځ له افغانستانه پرمختللې وسلې تجهیزات او زغروال ټانکونه د خپل او غنیمت په توګه خپل هېواد ته وړي.
صالح وويل چې تالب او د دوی شبکه د پاکستان لاس کې د يوې ستراتيژيکې نانځکې غوندي بالا حيثيت نلري.
پاکستان اوس افغانستان د خپلې يوې مفتوحې سیمې په څیر پېژني چې په دې سره ناټو غرب او نورو سازمانونو د پاکستان پوځ مستقیمه جګړه له افغانستان سره بابيزه وګڼله.
دا وخت تیریږي او درک کوي هرڅه به تغير کړی وي.
د صالح تر دې څرګندونو مخکې د پاکستان دولت هم اعلان کړی وو، چې د ميليونونو ډالرو په ارزښت يې له افغانستانه ورتلونکي امريکايي وسلې نيولې د پاکستان د ګمرکونو مسولنیو وويل چې د ميليونونو ډالرو په ارزښت يې په ګمرکونو کې پرمختللې امریکايي وسلې چې له افغانستانه ور قاچاق کيدلې نیولې.
په پاکستان کې د وسلو د صنعت کارباريانو هم وويل چې د دوی کاروبار امریکایي وسلو خراب کړی او اوس څوک پاکستانۍ وسلې نه خوښوي
د تالبانو له خولې هم څوځله وا وريدل شول چې دوی په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې یو شمیر کسان د امریکايي وسلو د قاچاق په تور نيولې.
خو پوښتنه دا ده چې اوس دا وسلې او هرڅه د تالبانو په واک کې دي نو بیا ولې قاچاق کیږي خو په دې سره دا ښکاره کوي کې خپله تالبان دا وسلې یا پاکستان ته ورکوي او یا يې هم پلوري د افغان پوځ چې شل کلن د جوړيدو مزل يې وکړه هرڅه سمبال پوځ وو، چې د تالبانو په راتګ سره هرڅه له منځه ولاړل

Comments are closed.