The news is by your side.

احمد نژاد: تالبان پاکستان روزلي هغوی چې ملاتړ يې کوي پیښمانه به شي

خبريال ويب پاڼه/ د ايران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد په خپلو تازه څرګندونو کې تالبانو ته موضيع نیولې او سخت انتقادونه يې پري کړي.
هغه وويل یوه وسله واله ډله د سیمه ییزو دښمنانو له لوري همکاري کيږي او ملاتړ يې کیږي، د يوه لوی ملت د ټولو ګټو پر خلاف د ټوپک په زور حاکم کيږي دا د ټولې نړي لپاره لوی ګواښ دی.
هغه تور پوري کړ چې د تالبانو بيا رامنځته کيدل د امريکا، چين روسيې او سیمه ییزو هیوادونو په ملاتړ شوی هغوی پاکستان کې روزنه ليدلې او ایران هم د تالبانو په برخه کې لویه تیروتنه وکړه هغوی به پر هيچا رحم ونه کړي.
نژاد زیاته کړه چې تالبان خپلواک نه دي او د امريکا ګټې به خوندي کوي هغه يو مثال ورکړ امريکايان د يوه ډالر لپاره جګړه کوي نو بیا څنګه د اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات تالبانو ته پريږدي؟
د‌ده په وينا د تالبانو ډله نه له يوه قوم او نه هم له یوه دين څخه استازولي کوي.
ایران يو پخوانی چارواکی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې تازه د تالبانو او او ايران ترمنځ ترينګلتيا وي هم را منځته شوې او دې هېواد يوځل له تالبانو سره سرحدي نښته هم کړې.
په ورته وخت کې د ایران په سرحدي ولایتونو کې عامو خلکو د تالبانو پر ضد چې ولې اوبه نه ور پريږدي لاريونونه کړي او له افغانستانه يې د اوبو پریښودو غوښتنه کړې هغوی افغانستان ته د نفتي موادو د لویو موټرونو ښيښې هم ماتې کړې.
تراوسه پورې تالبانو د نژاد د څرګندونو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی ولې حتمي ده چې د نژاد دا خبرې ځواب غواړي.
نژاد تالبان ټولې سیمې ته خطر وبلل او و يې ويل ټول هېوادونه چې اوس د دې ډلې ملاتړ کوي يو وخت به پیښمانه شي.

Comments are closed.