امريکا د تالبانو رسمیت پیژندنه په فريرچر پوري وتړله
تالبان د مشروعيت په لټه کې دي او امريکا غواړي چې د دوی یو بندي چې تالبانو سره دی بايد ور خوشي کړي په دې هکله بایډن او بلينکن دواړو غبرګون ښودلی.
بايډن وويل مخکې له دې چې تالبان د دې ارمان په هکله چې رسمیت او مشروعيت ولري فکر وکړي بايد لومړی ژر ترژره بايد مارک فريرچر خوشي کړي.
بايډن د فريرچر په هکله وويل چې هغه يو متقاعد نظامي وو او لس کاله يې په افغانستان کې په مرسته کولو تير کړل.
دا امريکايي د ۲۰۲۰کال د جنوري مياشتې په ۳۱ نېټه په افغانستان کې و تښتول شو امریکا ويلي چې دوی ګمان کوي فريرچر به د حقاني شبکې سره بندي وي.
بايډن وويل چې مارک هيڅ بد کار نه دی کړی خو بيا هم دوه کاله کيږي چې له تالبانو سره بندي دی.
په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونيو بلينکن هم په دې اړه غبرګون ښودلی او زياته يې کړه چې تالبان بايد فريرچر خوشي کړي.
بيا هم د تالبانو د مشروعيت خیره نړۍ او امريکا تالبانو سره د تعامل درشل کې ده او او غواړي دا ډله ځان برابر کړي خو داسې هيڅ نه کيږي، تالبانو په پنځو مياشتو کې هم ځان سم نه دی ثابت کړی او نړيواله ټولنه تالبان په دې تورنوي چې خپلو تعهداتو ته ژمن نه دي او بايد خپلو ټولنو ژمنو ته وفادار و اوسي.
پر تالبانو باندې فشار دی چې بيان ازادي ته ژمن او د ښځو حقونو ورکړي.
Comments are closed.