The news is by your side.

کابل کې د تالبانو لومړۍ ښځينه رئيسه

خبريال ويب پاڼه/ راپورونه وايي چې ايله د لومړي ځل لپاره تالبانو د ټولو خبره ومنله او د ښځې له انرژي څخه غواړي کار واخلي.
تالبانو په لومړي اقدام کې د ملالۍ نسايي او ولادي روغتون لپاره يوه ډاکټره د مشرې په توګه ټاکلې او له دې وروسته به د یاد روغتون چارې مخ ته وړي.
دغه ډاکټر ملالۍ فيضي نوميږي او اوس اوس ورته امارت د ملالۍ روغتون مشري سپارلې.
دا لومړۍ ښځه ده چې د تالبانو واکمني کې د رييسې په توګه ټاکل کيږي.
د‌‌ تالبانو په راتګ سره د افغان ښځو ژوند خورا زيات تغیر خوړلی نه یوازي چې زرګونه ښځې بې کاره شوې او پر کور کښېنستلې بلکې له زده کړو هم محرومې شوې دي.
د تالبانو له راتګ سره تراوسه د دوی حکومت په رسميت نه دی پیژندل شوی چې ترټولو لوی او لومړی لامل يې د نړيوالې ټولنې له قوله د ښځو حذف دی تالبانو په خپل لومړي سرکې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او هيڅ يوې افغانې نجلۍ له شپږم ټولګي پورته د زده کړو کولو حق نه درلود.
تالبانو ژمنه وکړه چې د ۱۴۰۱ ښوونيز کال لپاره به د ټولو ښوونځيو دروازې د هلکانو په څېر د نجونو پر مخ هم خلاصې شي.
تراوسه مالومه نه ده چې تالبان به خپلو دې ژمنو ته څومره د عمل جامه ور واغوندي.
نړيوالې له تالبانو غوښتې چې د خپل مشروعيت لپاره بايد ټول شموله حکومت جوړ کړي د ښځو حقونه خوندي هغوی ته د کار زده کړې او نور حقونه ورکړي تالبانو په دې برخه کې تل دا هرڅه منلې دي
چې ښځو ته د کار زده کړې زمينه مساعدوي او دې هرڅه ته د تالبانو حکومت ژمن دی

Comments are closed.