د ملا يعقوب مجاهد محبوبيت او اغېزمنتيا په ولس او تالبانو کې مخ پر زياتېدو ده

خبريال ويب پاڼه/ تالبان پنځه مياشتې مخکې د يوې پټې ډلې په څېر مقاومت او جګړه کوله خو کله چې پر افغانستان واکمن شول نو بيا يې د حکومت تشکیل ته ملا وتړله او نوې او زړې څېرې را مخ ته او مسؤلیتونه يې واخستل د دوی په لیکو کې د تالبانو يو شمېر وزيران د خلکو ترمنځ رشخند هم شول ډيری څرګندونې به يې د هضم وړ نه وې او خلکو يې له تالب حکومته له دندې د ليري کولو غوښتنه کوله خو ځینې يې بيا له ښه او ملي دریځ نيولو څخه په اغېزمنو شخصیتونو بدلیدونکې دې چې د دې کسانو له جملې څخه يو هم د تالبانو د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد دی.
ملا محمد يعقوب مجاهد د تالبانو د تحريک تاسيس کوونکې ملا محمد عمر اخند زوی او اوس د تالبانو د تحريک د ملا د تير حيثيت لري مجاهد د تالبانو په پنځه مياشتنۍ دوره کې وتوانيد چې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په هکله د ملي رول او روحيې په دريځ نيولو سره د خلکو په خولو کې راشي او د بحث وړ څېره شي، د خبریال موندنې په ډاګه کوي چې د تالبانو په ټوله کابینه داسې څېره نشته چې د زياتو خلکو ترمنځ دي د بحث وړ وي او د يو شمېر کسانو دي خوښ شي خو داسې اټکل کولای شو چې د پاکستان، ايران او يو شمېر نورو مهمو مسايلو په هکله ملا يعقوب ډير ښه را څرګند شو، ملا يعقوب کندهار ته په خپل سفر کې سرحدي جنګياليو ته د پاکستان په وړاندې د جديت خبره وکړه، همدارنګه يې په يو شمېر کورنيو افراطي مسايلو کې هيڅ مداخله ونکړه او يوازي خپلې دندې ته متوجې دی، ملا يعقوب مجاهد ځوان، تالب ته د يو ډير منلي شخصيت زوی او د خپلو خبرو په توازن او صحافت کې قوي رول لرونکی کس د خپلو جنګياليو منځ کې له پوره محبوبيت څخه برخمن دی اوس که چيرې د تالبانو دې غړي ته مشوره ورکول چې څنګه يې همداسې روان اوسه نو ښايي د راتلونکي لپاره د تالبانو په مشرتابه کې مهم ځای په محلي او ملي کچه د تالبانو له ادرسه د باور وړ کس و اوسي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro