The news is by your side.

کابل کی د ترويکا غونډه/ د متقي کمه پوهه او پڅه اداره

خبريال ويب پاڼه/ د فبرورۍ مياشتې وروسته به کابل د يوې مهمې او نړيوالې غونډې کوربه وي خو د تالبانو او د اوس لپاره د افغانستان په استازيتوب به امير خان متقي چې تالبانو د بهرنیو چارو وزیر کړی برخه اخلي.
داسې مالومیږي چې د امير خان کمه پوهه او کمزوري اداره به تالبان نور هم کمزوري کړي او په دې غونډه کې به د افغانستان او تالبانو هيڅ ښه استازيتوب ونکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې له تالبانو يې خوښي ښودلې، او زیری يې پرې کړی.
کابلوف د اسلو ناسته او همدارنګه يې په کابل کې د هېوادونو د سياسي استازوليو د پرانستې په اشارې وویل چې د نړۍ باور پر تالبانو زيات شوی او دا ډله رسميت پيژندنې ته نژدې شوې هغه وويل تالبان څو قدمه رسميت پيژندنې ته نژدې شوي ترڅو نړيوال يې په رسميت وپيژني.
هغه خبر ورکړ چې په کابل کې به د فبرورۍ مياشتې وروسته د ترويکا غونډه هم جوړيږي د ده په وینا په دې غونډه کې مسکو مايل دی د سولې او د افغانستا بيارغونې په هکله بحثونه وشي.
د تالبانو او روسیې ترمنځ اړيکې
د اوس لپاره روسيه چين پاکستان او تر ډيره بريده ايران او قطر هغه هېوادونه دي چې بغير له رسمياتو غواړي بيا هم له تالبانو سره نژدې اړيکې ولري.
د تالبانو لپاره مهمه داده چې رسميت ترلاسه کړي ولې دوی داسې کس چې يوازي‌ د بهرنيو چارو وزير ټاکلی چې په مسجد کې يې زده کړې او د افغانستان په کلیو کې غټ شوی نو بیا به څنګه په ډيپلماټيکو اصولو او ژبه پوی شي.
تالب که غواړي چې نړۍ پرې باور وکړي او د دوی اصلي غوښتنې په ښه توګه منعکس شي نو بايد د بهرنيو چارو وزارت لپاره

Comments are closed.