The news is by your side.

پښتونخوا کې د نا امنيو له ډاره پاکستاني عسکر له پوځي ليکو تښتي

خبريال ويب پاڼه/ په دې وروستیو کې بلوچستان صوبه او پښتونخوا کې تر بل هر وخت نا امنۍ زیاتې شوې او له امله يې اوس هيڅ پاکستانی عسکر په دې سيمو کې دندو ته زړه نه ښه کوي.
له پښتونخوا راپورونه دادي چې په دې صوبه کې د پوځ او په تيره د پوليسو په لیکو کې د دندې څخه د تېښتې پيښې زياتې شوې.
مالومات ښيي چې د دې پیښو اصلي لامل دادی چې په پښتونخوا او نورو سمیو کې د ناامنیو پيښې زياتې شوې.
په دې وروستیو کې ټي ټي پي او بلوڅ ملتپالو پر پاکستاني عسکرو قیامت جوړ کړی او لسګونو څخه زيات يې تراوسه هلاک کړي دي، ځکه نو له همدې امله يې اوس پوځيانو په تیښته پيل کړی دی.
د نن تازه خبر دادی چې له ټي ټي پي سره د پاکستان خبرې یو ځل بیا ناکامه شوې پاکستان کوښښ وکړ چې د افغان تالبانو په واسطه له ټي ټي پي سره د سولې خبرو پيل وکړي ولې يوځل پر یوه میاشتني اوربند او بل ځل همداسې پر مخ ناکامه پاتې شوې چې اوس د دې ډلې له لوري خونړی حالت دی او هره ورځ پاکستاني عسکر په نښه او له منځه وړي.
پاکستان اداعا لري چې د افغان تالبانو له بریا وروسته د دوی پر عسکرو تر ولکه پښتونخوا او بلوچستان کې سخت مرګوني بريدونه پيل شوي بلوڅ ملتپالو پر دې وروستیو کې اولس پاکستاني عسکر هلاک او تر دې زيات يې ژوبل کړل چې بيا د خپلو وارخطا سرتيرو د مورال لپاره قمر باجوه د پوځ مشر بلوچستان ته سفر وکړ.
همدرانګه ټي ټي پي هم ويلي چې تر هغه به مقاومت کوي تر څو چې يې ازادي نه وي اخيستې

Comments are closed.