The news is by your side.

پوتین له ناټو سره د جګړې خبرداری ورکړ

خبريال ويب پاڼه/د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې پر غرب لوی تور پوري کړی هغه وويل غرب یوازي غواړي چې روسیه او ناټو یو له بل سره جګړه وکړي.
پوتین وويل غرب د يوې سناریو په جوړولو سره غواړي روسيه له ناټو سره جګړې ته داخله شي.
هغه وويل چې اکراين غواړي د کریمیه نظامي ټاپو د ناټو په مرسته بيرته له روسيې واخلي.
پوتین تور پوري کړ چې غرب د روسيې اندېښنې د اکراين په برخه کې له پامه غورځولې دي.
روسیه په خپل شاوخواکې د امریکايي او ناټو پوځيانو د ځای پرځای کېدلو له
اکراين د اوس لپاره د امریکا ناټو او روسيې ترمنځ د ترينګلتيا وو، اصلي لامل دی.
امريکا تور پوري کړی چې روسیه د خپلو زیاتو سرحدي پوځیانو په وسیله غواړي پر اکراين بريد وکړي که څه هم روسيې تر دا مهاله د پوځي برید رد کړی خو د اکراين د سمولو خبره يې کړې ده.
روسیه په خپل شاوخواکې د امريکا او ناټو ځواکونو د پوځیانو د ځای پرځای کېدلو له امله اندېښمنه ده او په دې هکله غواړي له امريکا سره خبرې وکړي.
د روسیې یوه بله لویه اندېښنه داده چې اکراين هېواد غواړي د ناټو تړون سره يوځای شي.
تراوسه پورې لاهم ډ دواړو ياهم د دریو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلي او داسې راپورونه ورکول شول چې روسيې سیمې ته د پوځیانو تجهیزات او وینه هم انتقال کړې او داسې ښکاري چې د يوې لويي جګړې لپاره چمتوالی نيسي.
امريکا لا له وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې روسیه به پر اکراين د برید لویه بیه پريکړي او دا کار باید ونکړي.
تراوسه پورې نه ملګروملتونو او نه هم کوم بل سازمان د دومره لوی ګواښ د رامنځته کيدلو په هکله د منځګړيتوب او همدارنګه د دې تريتکتیا وو، د ختم لپاره کار کړی

Comments are closed.