The news is by your side.

تښتيدلي ياران محب او فضلي وايي موږ په هيڅ فساد کې ښکېل نه وو

خبريال ويب پاڼه/ دوه هغه څېرې چې له امله يې د جمهوريت د حکومت پر مهال ستونزې او ان ډیری نظريې وايي چې جمهوريت د دوی له امله سقوط وکړ.
د افغانستان د ملي امنيت پخوانی سلاکار حمدالله محب او د چارو ادارې مشر محمود فضلي اوس له ځانه سپين چرګان جوړوي او ادعا لري چې دوی په هيڅ ډول فساد کې ښکېل نه ول.
فضلي او محب ولسمشر ته نږدې کسان ول او د دوی د پراخ فساد او غيري قانوني کړنو له کبله جمهوريت ورځ تر بلې کمزوری او ان سقوط شو.
محب د سيګار پوښتنو ته ځواب ویلی او هغه اوازې چې اشرف غني د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۵۰ میلیونه ډالر وړي رد کړلې ده ويلي چې سوپکو سره يې د لیدلو پرمهال د خپلې شتمنۍ او بانکې حسابونو په هکله مالومات ورکړي دي.
محمود فضلي هم د هر ډول فساد خبره پر ځان رد کړه او ويې ويل چې د تير حکومت د فسادونو په هکله د سيګار ادارې سره همکاري وکړي.
پر دې دواړو کسانو تورونه
د اشرف غني په دوره کې محب او فضلي په لوړو دولتي بستونو کې کار کاوه پر دوی دواړو باندې تور وو، چې لوړې دولتي څوکۍ خرڅوي د پيسو بدل کې کمزوري کسان پر لوړو دولتي څوکيو ګماري او همدارنګه ولسمشر په وروستیو وختونو کې د هېواد له اصلي وضعیته نه خبروي ځکه نو همدا لامل شو چې جمهوریت سقوط وکړ د هر عام افغان په زړه کې د دې دوه کسانو په ګډون له يو شمېر نورو پخوانيو چارواکو څخه نفرت کیږي.
عام افغانان په دې باور دي چې پر غني را څرخېدلې کړي د دې باعث شوه چې حکومت سقوط او پوځ له منځه ولاړشي هغوی پر دې خوښ دي چې له پخوانيو چارواکو سره حساب وکړي

Comments are closed.