The news is by your side.

د امریکا نشت تالبانو سره د روسيې او چین نژدې والی په ګوته کوي؟

خبریال ویب پاڼه/ امريکا په افغانستان کې شل کلونه تيرکړل دلته يې یو قوي نظام او پوځ حاکم کړ خو د دوی له وتلو سره سم هرڅه له خاورو سره خاورې شول ولې دلته یو نوی نسل ځوان شو دې نسل د يوېشتمې پيړۍ پر بنياد هرڅه پيل کړل خو تالبانو په خپل راتګ سره د دې نسل غوښتنې او ډير نور خواهشات له خنډ سره مخ کړل که څه هم امريکا اوس په افغانستان کې حضور نلري خو بيا هم غواړي چې همدلته خپل فشار او حضور ولري که څه هم وړاندې د تالبانو چین او روسیې د اړیکو کوم څرک نه وو، او د منځنۍ اسیا د دې څلور لارې ستراتيژيک هیواد واک په يوه توګه اوس د امريکا سره نشته ځکه نو لومړی چين او دويم روسیه له دې موقع څخه استفاده کوي او غواړي د امريکا تر حضور زيات دلته راڅرګند شي.
چين او روسيه دوه هغه هېوادونه دي چې اوس له تالبانو سره ورځ تر بلې نژدې کيږي.
چين تر روسيې وړاندې دی جاويد قايم په چين کې د جمهوريت سفير وو، هغه وويل د چين په خوښه تالبانو په چين کې خپل سفير وټاکه ځکه نو ده غوره وګڼله چې نور له دندې استعفا وکړي.
د سیاسي چارو يو بهرني کارپوه رافايلي پانټوسي وويل څه چې حيرانوونکې دي هغه د افغانستان ګاونډي چین له تالبانو سره نژدې والی دی.
تالبان داسې ولې چين انتخاب کوي
چين د تخنيک اقتصاد رغونې او صادراتو له ډګره په هره برخه کې د نړۍ مخ پر وده هېواد دی او بل لورته د افغانستان ګاونډی هم دی چې هم د دې هېواد مایل توب او هم د تالبانو اړتيا د دې باعث ګرځي چې تالبان چين انتخاب کړي د تالبانو حکومت ويلي چې غواړي افغانستان پر خپلو پښو ودروي ځکه نو تر ځمکې لاندې د ذخايرو پر ايستلو کې هم چين مهم رول لري او همدا اوس ورسره د مس عينک کان د استخراج د پيل خبره روانه ده

Comments are closed.