بي ايل اې بلوڅ ملتپال څوک دي او څه هدف لري؟

خبريال ويب پاڼه/ بلوڅ ملتپالو په دې وروستېو کې د ټي ټي پي غوندي پر پاکستاني دولت قيامت جوړ کړی او په وروستيو ورځو کې یې په غرجنو پاکستاني پوځیان هلاک کړل
تازه تيره ورځ بلوڅ ملتپالو د بلوچستان نوشکي او پنجګوره کې د ايف سي په نوم عسکرو باندې برید کړی چې يو شمېر پاکستاني پوځیان يې له هلاک او پښتو غورځولي.
او مسولیت يې د بلوڅ ليبريشن ارمي يا بلوڅ خپلواکي پوځ ومانه او و يې ويل چې دا برید د دوی د مجید ليوا کړی.
بلوڅ ليبريشن ارمي ډلې د ذولفقار علي بوټو د واکمنۍ پر مهال خپل فعاليت پيل کړ دا وخت ۱۹۷۰ زیږدیز وو.
په دې موده کې بلوڅ آزادي غوښتونکو پوځيانو فعاليت کاوه خو د پوځي ديکتاتور مشر ضياالحق په وخت کې هغه له دوی سره مذاکرات پيل کړل چې له دې سره د ازادي غوښتونکو مبارزو هم غلې شوه.
خو په ۲۰۰۰ زېږدیز کال چې پرويز مشرف واک ته ورسېد نو بلوچستان کې قضيه بيرته د يوه قاضي د وژنې پر سر راپورته شوه کله چې يې د وژنې په تور سیاستوال خيربخش ونيول شو.
له هغه وروسته يوځل بيا د بلوڅو وسله واله مبارزه پيل شوه.
په ۲۰۰۶ کال کې پاکستان پر بی ایل اې ډلې بنديز ولګاوه او دا وخت د خيربخش زوی د دې ډلې مشر وو، نوم يې بالچ مری وو. بالچ په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شو.
د ده له وژنې وروسته د بالچ پر ورور هريبار د بي ايل اې د مشري دعوا وشوه خو هغه چې بريتانيا کې مېشت وو دا خبره رد کړه.
کله چې هريبار و نه منله نو بیا د اسلم بلوڅ نوم یادېده هغه د چین او پاکستان ترمنځ د سيپيک دهلېز پروژې مخالفت هم کاوه او په ډله کې يې داسې کسان هم وه چې ځانمرګي بريدونه يې کول.
په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د پروژې پر انجنيرانو چې چينايان هم پکښې شامل وو، ځانمرګی برید وشو چې د اسلم بلوڅ زوی ترسره کړی او مسولیت يې بي ايل اې ومانه.
دې ډلې په ۲۰۱۷ کال پر کانټينل برید ومانه او په همدې کال د  بلوڅ راجي اجويي سنګر یا براس ټلوالې سره پيستون اعلان کړ.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More