د امريکا اجازه: نړیوال بانکونه افغان محلي بانکونو ته پيسی ليږلی شي
خبریال ویب پاڼه/ پر افغانستان د تالبانو له واکمنۍ وروسته امريکا د افغانستان زياته برخه شتمني کنګل او په دې هېواد کې يې اقتصادي بهران رامنځته کړ، چې ورسره هممهاله افغان خصوصي بانکونه هم له اقتصادي ستونزو سره مخ شول.
له دې سره تر خوا تر بل هر وخت افغانۍ د بهرنيو اسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ور کړ.
اوس تازه امريکا د افغانستان د بانکي سيستم دښه والي لپاره اجازه ورکړې او ويلي دي چې نړيوال بانکونه په مشروطه ډول سره افغاني محلي بانکونو ته د پيسو ليږد کولای شي.
د امريکا د خزانې وزارت په خپله تازه اعلامیه کې په ډاګه کړې چې نړيوال بانکونه د افغانستان محلي بانکونو ته د بشردوستانه اهدافو لپاره پيسې ليږلی شي.
هغوی زياته کړې چې خيريه سازمانونه نغدې پيسې د افغان ښوونکو او د روغتيا برخې د کارکوونکو تنخواوې ليږلی شي.
د اګسټ پر ۱۵ نېټه تالبانو کابل ونيوی او څو ورځې وروسته د امريکا د خزانې وزارت د افغانستان نهه نيم ميليارده ډالر شتمني کنګل کړه چې له دې امله اوس افغانستان له لوی اقتصادي او بشري بهران سره مخ دی.
په دې اړه زياتې اندېښنې موجودې دي که امريکا د افغانستان کنګل پيسې خلاصې نکړي نو په افغانستان کې داسې امکان شته چې سل په سل کې وکړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند وکړي.
له امریکا څخه په دې هکله زياتو هېوادونو تراوسه غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل پيسې خلاصې کړي خو اوس تازه د ملګروملتو عمومي منشي انتونیو ګوتريش هم له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي او افغانستان له اوسنیو بدو حالاتو وژغوري.
د افغانستان د کنګل شتمنۍ په هکله ويل شوي چې ښايي د دې پيسو يوه برخه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ مې قربانيانو ته ورکړل شي.
Comments are closed.