The news is by your side.

دې ځوانانو ۵۰ پاکستاني عسکر وغځول

خبریال ویب پاڼه/ بلوچستان کې خونړی حالت او همدارنګه وارخطا پاکستاني عسکر چې د تېښتې لاره پيداکړي نو له خپلو پوځي چاوڼيو تښتي.
د ضیا لانګو په نوم د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سلاکار ويلي چې د پنجګورې او نوشکي سيمو کې د بریدونو له کبله ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک شوي دي.
هغه وويل په سیمه کې لاهم د دوی د پلټنې عملیات روان دي.
دا جهاد د بي ايل اې بلوڅانو د ازادي غوښتنې تنطيم کړی او د بریدونو زمواري يې منلې ده.
هغوی په خپله اعلاميه کې ویلي چې دوی د پاکستان پوځ پر دوه مرکزونو لوی موټر بم بريدونه کړي او تر ۵۰ زيات پاکستاني پوځيان يې هلاک کړي دي.
خو دولت بیا د ۱۲ پوځيانو هلاک کيدل تائيد کړي.
وروسته له هغه چې بلوڅ ملتپالو اونۍ مخکې په یوه پوسته کې ۱۰ پاکستاني عسکر هلاک کړل ورسره سم د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه بلوچستان ته سفر وکړ او و يې غوښتل چې خپل وارخطا عسکرو مورال ورکړي او ډاډ يې ورکړ چې نور به پرې بريدونه نه کيږي خو دوی بې غمه او باجوه په تېښته بريالی شو او له هغه وروسته په نوشکي او پنجګوره کې بلوڅانو دا جهاد وکړ چې ښايي ټول رياست يې لړزولی وي.
همدا د پاکستان د زوال ورځې شمېرل کېږي بلوڅ ملتپال او ټي ټي پي دوه هغه کمزوري غورځنګونه چې اوس دادی په يوه قوي جنګي سازمانونو بدليږي د پاکستان راتلونکی ګواښي او داسې ډير امکان شته چې په ډير لږ وخت کې به د پاکستاني رياست بيخ او بنياد وباسي.

Comments are closed.