The news is by your side.

تالبانو کرزی او عبدالله نظر بند کړي او د بهرنيو سفرونو اجازه نلري

خبریال ویب پاڼه/ تالبانو عبدالله او کرزی له بهرنيو سفرونو څخه منعه کړي دي دا تاييد کرزي ته يو نژدې کس کړی دی.
په ورته وخت کې حامد کرزي هم ويلي چې تمه وه روسيې او جرمني ته سفر وکړي ولې دا سفرونه يې ترسره نه شول.
راپورونه وايي چې دواړې پخوانۍ سياسي څېرې د نظر بندۍ په شکل کې دي او د تالبانو له لوري د دواړو مشرانو کړنې څارل کيږي.
يو شمېر سرچينو ويلي په دې وروستيو کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله غوښتل چې هندوستان کې له خپلې کورنۍ سره ووينې او کله چې ده موضوع تر تالبانو رسیدلې نو هغوی ورته ويلي کورنۍ دي بايد افغانستان ته راشي او درسره وويني.
همدارنګه که کرزی يا عبدالله کوم نظر ورکوي هغه هم د تالبانو تر مستقیم نظارت لاندې وي.
د پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو څيړونکي عباس فراسو وويل چې تر دې وړاندې هم داسې اوازې وې چې کرزی او عبدالله په کورنو کې نظر بند دي.
هغه وویل تالبان نه غواړي چې کرزی او عبدالله په داخل د افغانستان او ياهم بهر له افغانستانه په یوه سياسي ږغ واوړي، يعني تالبان سیاسي ويره لري دا يې يو لامل دی بل دادی چې په تيرو شلو کلونو کې دواړو څېرو پاکستان سره نژدې پاليسي نه درلوده، بله دا چې تالبان يو داسې ډله ده چې په سياسي حقوقي برخه کې تنوع نلري.
کرزی او عبدالله د اګسټ پر ۱۵ نیټه د نورو سياستوالو غوندي له افغانستانه و نه تښتیدل او همدلته پاتې شول چې لا اوس هم کابل کې دي او د تالبانو تر مستقیم اغېز او څار لاندې دي.
کرزی او عبدالله په دې وروستيو کې په هېواد کې د تحولاتو په هکله کومه نظريه نه ورکوي بلکې ځينې وختونه ډ تالبانو په ګټه ليدنې او څرګندونې کوي.

Comments are closed.