The news is by your side.

په درجنو پاکستاني عسکر هلاک شول خو ولسمشر يې انلاين ګيم کوي

خبريال ويب پاڼه/ عارف علوي د پاکستان ولسمشر دی په دې وروستیو کې د دوی سلګونه عسکر په بلوچستان او پښتونخوا کې کې هلاک او زخميان شول، وزيرانو او مسؤلينو يې بيلابيل بيانونه ورکړل خو ولسمشر يې بيا د Wordle په نوم انلاين ګيم کولو ته مخه کړې.
علوي ښه کړي ځان يې له غمه خلاص او ګيم يې کاوه ولې نورو چارواکو د خپلو وارخطا عسکرو مورال په درواغو کاوه، باجوه بلوچستان کې ډير درواغ وارخطا عسکرو ته وويل خو هغوی بيا هم وتښتيدل.
عارف علوي د يادې انلاين لوبې ګېم ټويټ پر خپله ټويټر پاڼه باندې وکړ چې له سختو انتقادونو سره مخ شو، ځکه نو يې هغه ټويټ بيرته ډيليټ کړ.
په ټويټر کې پر عارف علوي سخت انتقادونه وشول او يو شمېر پاکستانيان سخت غوڅه ول.
خبريال سليم صافي پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، د يوه هېواد ولسمشر په دې حالاتو کې څنګه ګېم کولای شي او بيا يې پر ټویټر خپروي کيداي شي دا حکومت په ناجايزه ډول رامنځته شوی وي او ياهم د علوي اکونټ هک شوی وي ځکه چې د یوه ښه خاندان سړی داسې د ماشومانو کارونه نکوي.
يوه بل خبريال طلعت حسين هم پر ټویټر باندي غبرګون ښودلی او ويلي يې دي دا ډير د شرم خبره ده چې هېواد د امنيتي او اقتصادي چلنجونو سره مخ دی خو ولسمشر يې ګېم کوي.
له دې سره تر خوا د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر شیخ رشيد احمد باندې هم د هغه څه له امله چې د پنجګورې نوم یې سم نه وو، لیکلی نيوکې شوې او خلک په دې نظر دي چې اسلام اباد بلوچستان له پامه غورځولی.
د بلوچستان په نوشکي او پنجګوره کې د بلوچ مجاهدينو له لوري دوه نظامي مرکزونه په نښه او د دوی په وینا چې سلګونه پاکستاني عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

Comments are closed.