The news is by your side.

د تالبانو په وړاندې د نوې جنګي ډلې د موجوديت اعلان

خبريال ويب پاڼه/ جبهه مقاومت د تالبانو په دريمه څلورمه د خپل موجوديت اعلان وکړ ولې اوس يوې نوې ډلې د تالبانو په وړاندې د موجوديت اعلان وکړ.
د دې نظامي ډلې موجوديت د افغانستان په شمال او مرکزي برخو کې ترسره شوی، هغوی د یوه ويډيويي پيغام له لارې ويلي، چې تالبان مغترضي ښځې نيسي خبريالان‌ زنداني کوي او داسې نورې غيري قانوني کړنې ترسره کوي ځکه نو يې وسله واله مبارزه پيل کړې.
د افغانستان ازادۍ په نوم دې نوې ډلې ويلي چې د جبهه مقاومت ډلې سره چې مشري يې احمد مسعود کوي هيڅ اړیکي نلري.
داسې مالوميږي چې دا ډله يوازي نظامي برخې لري او له داسې برېښي چې مستقلې کړنې کوي تر دې وړاندې دوه نورو جنګي جبهو د‌ تالبانو په وړاندې د جګړې اعلان کړی وو.
که څه تريوه حده پوري په افغانستان کې اوس امنیت تامین دی خو د راتلونکي پسرلي لپاره اندېښنې دادي چې مقاومتونه به زيات او په يو شمېر ولایتونو کې به امنیت‌ هم ورسره خراب شي.
تراوسه پورې دا مالومه نه ده چې د‌ افغانستان. خپلواکي غوښتنې جبهه به څومره قوي او خطرناکه وي خو د تالبانو په وړاندې د داعش او مقاومت جبهې په نوم وسلوال ښايي د راتلونکي لپاره يو خطر وګرځي.
د راتلونکي پسرلي په تړاو له خلکو سره ډيري اندېښنې دی چې ښايي امنيت خراب او افغانستان به یو ځل بیا د ډيرو جګړو ډګر داعش د اوس لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي خو د تالبانو حکومت ويلي چې دومره لوی ګواښ نه دی چې څوک اندېښنه وکړي د شمېرو له مخې تير کال داعش د نړۍ افغانستان کې مرګونې حملې کړې وې

Comments are closed.