The news is by your side.

د بهران ډله: پاکستان د تالبانو په هکله سختو انتخابونو سره مخ دی

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان چې د تالبانو پوره ملاتړ کاوه اوس پر دې ښايي پښېمانه وي چې موږ د تالبانو ملاتړ کاوه.
د بهران ډلې ويلي پاکستان دې ته لومړيتوب ورکاوه چې تالبان واک له حکومتي لارې ونيسي يعني د واک ليږد ترسره شي ترڅو له نړيوال رسميت څخه برخمن او بيرونی مالي ملاتړ ولري.
د دې ډلې د راپور له مخې کله چې د پاکستان نژدې متحد تالبانو حکومت په زور ونیوی خپل سياسي مخالفين يې تبعيد او هغه غرب چې د افغانستان دولت ملاتړ يې کاوه ناراضه کړ.
د راپور له مخې چې پاکستان به بیا هم د کابل له نوي واکمنانو سره اړېکې قطعه نکړي بلکې له دې موقع څخه به په استفادې سره به تالبان د نړیوالو غوښتنو ته سوق کړي تر څو هغوی د بشري حقونو، مرعت او له تروریزم سره مبارزه غښتلې کړي چې له دې لارې کولای شي نړيوال مشروعيت او رسميت ترلاسه کړي.
پاکستان ډيري هلې ځلې وکړې چې نړیوال تالبان په رسمیت وپیژني او له دې ډلې سره مالي مرستې وکړی خو نړیوالې ټولنې له تالبانو د خپلو تعهداتو او غوښتنه د عملي کيدلو غوښتنه وکړه.
تراوسه پوري د تالبانو له واکمنۍ ته کم شپږ مياشتې تيريږي خو هيڅ يوه هېواد د دوی جوړ شوی دولت په رسمیت نه دی پیژندلی او نه يې هم مشروعيت ورکړی ځکه نو داسې بريښي چې اوس مهمه اړتيا ده تر څو تالبان خپل مشروعیت ترلاسه کړي ځکه ښايي نور د نړيوالو له ملاتړه بغير د دوی حکومت له لویو ستونزو سره مخ شي.
تالبانو ويلي چې دوی څه ده اړتيا وه د یوه حکومت لپاره يې عملي کړي اوس نو د نړيوالې ټولنې وار دی چې بايد د دوی حکومت په رسمیت وپیژني.
خو نړيواله ټولنه له تالبانو څخه مشخصې غوښتنې لري چې دوی يې د عملي کولو غوښتنه کوي نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو خونديتوب د ښځو حقونو ته احترام او د بیان ازادي پلې کول غواړي چې وايي تراوسه تالبانو نه دي عملي کړي.

Comments are closed.