The news is by your side.

افغان ښځینه پوټبال لوبډله: ترملي بيرغ لاندي د افغانستان لپاره لوبې کوو

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان ښځينه پوټبال لوبډله چې اوس يې ټولې لوبغاړي ډ افغانستان څخه دباندې دي ويلي چې اوس هم په نړيوالو لوبو کې د افغانستان استازيتوب کوي او د دې هېواد نوم به ځلوي.
د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د ښځينه پوټبال لوبډله د اګسټ له ۱۵ مې وروسته کله چې تالبانو افغانستان ونیوی او لوبغاړې له افغانستانه وتښتېدلې دا لومړی ځل چې يوځل بيا تر افغان ملي بيرغ لاندې را ټولې شوې او د پوټبال لوبې تمرينات يې پيل کړي دي.
دې لوبغاړو ويلي چې دوی کوښښ کوي ترڅو د پوټبال نړيواله شورا فيفا قانع کړي چې د افغانستان په استازيتوب بايد نړیوال پوټبال لوبو کې د افغانستان ځای خالي نه وي.
افغانستان په تيرو شلو کلونو کې د ورزش ډګر کې د پام وړ پرمختګ وکړ خو د ښځینه لوبغاړو د روزنې او کار پيليدو هومره موده نه کيږي افغانستان د نړيوال پوټبال لپاره ښځینه لوبډله درلوده چې د تالبانو له راتګ سره سم يې ټولو لوبغاړو افغانستان پریښود او بهرنیو هېوادونو ته وتښتېدلې.
افغان لوبغاړي او ملي بيرغ
که څه هم د تالبانو له راتګ سره د افغانستان درې رنګه بيرغ د ارګ او نورو دولتي ادارو څخه ښکته خو بیا هم په نړيوالو لوبو کې بياهم د افغانستان په نوم چليږي او لوبغاړې يې ترسیوري لاندې لوبې کوي تالبانو تر اوسه پوري د ملي بيرغ په هکله دريځ نه دی روښانه کړی.
په ورزشي برخه کې داسې ښکاري چې تالبان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې په عام محضر کې لوبې وکړي او یاهم په نړيوالو لوبو کې د افغانستان استازيتوب وکړي تراوسه پوري تالبانو دا اجازه نه ده ورکړې

Comments are closed.