The news is by your side.

تالبانو کابل کې ګڼ شمېر بلوڅان‌ نيولي

خبريال ويب پاڼه/ په دې وروستيو کې د بلوچستان په زيات شمېر سيمو کې بلوڅ ملتپالو په خپلو بريدونو کې زيات شمېر پاکستاني عسکر هلاک او له پښو غور ځولي چې ورسره سم په کابل کې د تالبانو له لوري د بلوڅانو نيول پیل شوې دي.
د مالوماتو له مخې دا بلوڅان د تالبانو په يو شمېر عملیاتو کې نیول شوي د بلوڅانو د حقونو يو فعال شورش بلوڅ وويل چې دا بلوڅان ګډوال ول او د ګډوالو په توګه UNHCR سره هم دا کسان ثبت ول.
بي ايل اې په بلوچستان کې د تيري يوې اونۍ را په دې خوا پر پاکستاني عسکرو خونړي او مرګونې بریدونه کړي چې له امله يې ښايي پاکستان پر تالبانو فشار اچولی وي ترڅو بلوڅ کډوال په افغانستان کې وځپي او و يې نيسي.
تالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې د جمهوريت پر مهال هم کندهار کې د بلوڅانو پرکورونو او دوی باندې بریدونه شوي.
بلوڅانو کله چې افغانستان کې د جمهوريت نظام حاکم شو د پاکستان له ظلم او تیري څخه افغانستان ته کډوال شول خو کله چې تالبان حاکم شول نو دوی هم له ویري تيت او پرک شول بلوڅ ملتپالو د تيري يوې مياشتې را په دې خوا د بلوچستان په بیلا بیلو سیمو کې پاکستاني عسکر په نښه کړي او سخت ګذاري بريدونه يې پرې کړي بلوڅانو له یوه برید وروسته چې د کچ په سیمه کې يې ترسره کړ ۱۰ پاکستاني عسکر يې هلاک کړل اوس د بلوچستان د نوشکي او پنجګورې ضعلو کې عملیات پيل کړي چې د دوی د وړاندې شویو مالوماتو مخې بلوڅانو ويلي چې په دې عملیاتو کې یې ترسلو زیات پاکستاني عسکر هلاک کړي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير وويل چې دې ولسوالو له ځان سره د ناټو څخه افغانستان کې پاتې وسلې په لاس کې لرلې او پر پاکستاني عسکرو يې بریدونه کړي هغه دا ويل غوښتل چې د دې بریدونو پړه پر افغانستان واچوي.

Comments are closed.