The news is by your side.

په تالب نظام کې خپلوي پالنه ! ننګرهار کې څه روان دي

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو له لوري د تیر حکومت په څېر فساد واسطه خپلوي پالنه او داسې نور څه چې نظم خرابوي دوی ویلي په کلکه يې ترې مخنيوی کړی خو د مالوماتو او راپورونو پر اساس تالبان هم د پخواني حکومت چارواکو په څېر همداسې چلند کوي او خپل خپلوان پر څوکيو ګماري.
اهلیت او اهميت په نظر کې نه نیول کیږي يوازي خپلوان چې د دوی لومړيتوب دی نو که ښه کيږي یا بد.
له ننګرهار څخه راپورونه دادي چې په نظام کې خويش خاله تر اندازې زیاته شوې.
تورونه دادي چې د ننګرهار امنيه قوماندان شيخ ندا محمد او د کورنۍ ټول غړي يې په ننګرهار کې ټول دولتي مسولين دي او دا ولايت يې انحصار او محاصره کړی دی.
خبريال ته سرچينو وويل چې شيخ ندا محمد د ننګرهار امنیه قومندان، خو په ورته وخت کې ښاروال، د ارشاد حج او اوقافو رئيس، برېښنا رئيس او د دې ولایت د پوهنتون علمي مرستیال يې د کورنۍ نژدې غړي دي.
دا کسان نه علمي او ښه تجربوي مخنيه لري او نه هم کوم بل څه او نه هم دې بستونو ته د ازاد رقابت له لارې راغلي ولې چې راغلي يوازي د شيخ صاحب خپلوان او واسطه یې چليږي.
تالبانو تل ویلي چې په حکومتولۍ کې يې فساد واسطه او پيسه بنده کړې خو داسې بريښي چې دا هرڅه د دوی تر سيوري لاندې په پرېمانه توګه ترسره کيږي او دا چې اوس د خلکو خولې بندې او که چيري د تالب په مقابل کې څه ووایي نو حتمي زنداني کيږي ځکه نو يې فساد او دې چارو ته نوره هم زمينه مساعده کړې.
تراوسه پوري تالبانو د خپلو ليکو د پاکولو او سمولو لپاره يو کميسون جوړ کړی خو داسې مالوميږي چې دا کميسون هم د واسطه او پيسې په وړاندې کوم ارزښت نلري.

Comments are closed.