The news is by your side.

ملا یعقوب وتوانيد چې تللي پنځه پيلوټان بيرته هېواد ته ستانه کړي

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو دفاع وزارت ویلي چې له هېواده پنځه وتلي پيلوټان بيرته خپل وطن ته راغلي.
د راپورونو په اساس د تالبانو له بريا وروسته دې وزارت هڅه پيل کړه چې د ياد وزارت ټول مسلکي پر سونل بيرته هېواد ته را وغواړي او دلته د مسلکونو اړونده دندې ورکړي.
دفاع وزارت ویلي د دې لپاره يې هڅې پیل کړې ترڅو د دې وزارت ټول مسلکي پرسونل چې اوس له هېواده وتلي بيرته ټول هېواد ته را وغواړي او ورته دندې ورکړي.
د تالبانو دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد موده وړاندې په خپلو خبرو کې له هېواده تللي د دفاع وزارت او د افغانستان د هوايي ځواک منسوبین د هېواد سرمايه بللې او ټولو ته يې په پيغام ورکړ چې هېواد ته راشي او د تالبانو حکومت به ستاسو ډير احترام وکړي.
ملا يعقوب په خپلو خبرو کې له هېواده د تللو کسانو په هکله وویل چې په پرديو هېوادونو کې د چا عزت نشته او هلته افغانانو ته په ډير بد نظر کتل کیږي.
د ملا يعقوب مجاهد په خپلو دې څرګندونو باندې د عامو خلکو زړونه وګټل او هغوی غوښتنه وکړه چې باید هر تالب مشر داسې روحیه ولري او داسې پيغامونه ورکړي.
د اګسټ ۱۵ وه چې د افغانستان مجهز هوايي ځواک دوې وړې شو يو شمېر چورلکې او الوتکې يې ګاونډیو هیوادونو ته ولاړې يو شمېر چورلکې او الوتکې امریکایانو له منځه يو وړې او همدارنګه يې مسلکي کدري پرسونل له هېواده تېښتې ته اړ شو چې اوس يې بيرته راتلل اړتیا بلل کیږي.
تالبانو ويلي چې د هوايي ځواک د تخريب او خرابو الوتکو ډ ترميم او جوړولو چارې يې روانې کړې او ډيري تيارې يې جوړې کړې دي.
همدارنګه د تالبانو د دفاع وزارت وویل چې د پوځ هغه سلګونه ګاډي چې خراب او تخريب ته نژدې وو، له سره رغولي او په راتلوونکي کې کولای شي چې ترې استفاده وکړي.

Comments are closed.