The news is by your side.

تالب نظام کې خپلوي پالنه! د قضاياوو رياست کې خپلوي پالنه او فساد؟

تالبان‌ داسې انګیري چې نظام يې له فساده پاک او خپلوي پکښې نه چليږي خو دا خبره ناسمه ده د تالبانو نظام که څه هم تر یوه بریده پاک دی خو ډير شمېر غړي يې په خپلوي پاللو کې تر ټولو لومړی دي.
د شيخ عبدالحکیم په نوم د فضایي دولت د ریاست عايدات خپل شخصي جېب ته اچوي او ماليې وزارت ته يې نه تحلوي کوي، د شیخ عبدالحکیم په هکله ويل شوي ده خپله ويلي چې د خپل رياضت قضايه دولت عايد يې خپل ځکه نو يې هر مازیګر له خپل ځان سره وړي او ماليې وزارت ته يې نه ورکوي، حال دا چې د کابینې ښکاره پرېکړه ده چې ادارې خپل عوايد نشي مصرفولای بلکې د بانکونو د لارې مالیې وزارت ته ځي او بیا دغه وزارت د هر وزارت د ضرورت وړ مصارفات له مالي بودیجې اجراء کوي، چې په دې سره اقتصادي سيستم روان او يوازي تصويب شوې مالومې پيسې چې وزارتونو او رياستونو ته د تخصیص په ډول ورکول کیږي په مصرف رسيږي تر څو د تللو او راغلو پيسو ټول شمېر مالوم وي.
په ورته مهاله د شيخ صاحب د فساد سره سره، د خپلوي پر ليکه هم د قضاياوو رياست کې د خپلوۍ پر بنياد ګومارنې کړې چې حپل ورور يې حافظ د ام ارت د قضاياوو رئيس ټاکلې د فريد احمد په نوم د ده زوی د تفتيش رئيس امدادالله يې دويپ زوی چې د دې رياست د ثبت قضاياوو مستقل آمر د شيخ صاحب وراره چې نوم يې افضل دی د نشراتو رئیس‌ همدارنګه ياسين يې دویم وراره د جمعيتونو د جواز رئيس او خوريی يې کمال د اجناسو آمر ټاکلي چې د‌دوی ګومارنه د هيڅ يوه قانون له مخې نه ده اجرا شوې او نه هم داسې مالوميږي چې ټوله کورنۍ دي اهل د کار وي.
تراوسه پوري هيڅ چا هم شيخ صاحب ته داسې ونه ويل چې ولې شيخ صاحب داسې کوې تاسې څه فکر کوئ ايا د شيخ صاحب په کورکې به دومره څوک پاتي وي چې دنده دي ونلري تالبان بايد د داسې کسانو چې ادارې يې له خپلې کورنۍ ډکې کړې وي په کلکه مخنيوی وکړي.

Comments are closed.

koi finance