سوډا: يو پاکستانی سړی څنګه په افغانستان د بهرنيو چارو وزير شو؟
خبریال ویب پاڼه/ د تالبانو په لیکو کې داسې کسان چې ورځ تر بلې محبوب کېږي هم شتون لري او داسې کسان هم شته چې يوازي او يوازي پاکستان ته ژمن او هرڅه يې پاکستان دی.
د تالبانو نومول شوی د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي باندې بيلابيل تورونه دي چې دا کس افغانستان ته نه پاکستان ته ژمن دی او د ډيرو تکړه تالبانو په شتون کې بیا دی څنګه د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره شوی؟
په دې اړه د جنوبي اسيا د چارو جوړونکي ډاکټر سوډا رامچندرا په خپله تازه ليکنه کې پر تالبانو نيوکې کړې او بيا يې د دوی د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي ټارګيټ کړی هغه تور پوري کړی چې د عباس ستانکزي په شتون کې متقي د ای ايس ای په مرسته د بهرنیو چارو تر وزارته ځان رسولی.
داکټر سوډا وويل چا داسې تمه ده درلوده چې د عباس ستانکزي په شاته کيدلو امیر خان متقي د تالبانو ډ بهرنیو چارو وزیر شي؟
هغه لیکلی چې دی باور لري چې دا هرڅه د ای ایس په مرسته ترسره شوي ځکه له دې څخه بغير داسې چارې امکان نه درلود چې د یوه لوستي کس په شتون کې دي يو بې سواده سړی د بهرنیو چارو وزير شي.
تراوسه پوري د تالبانو د بهرنيو چارو وزير متقي بيلابيلو هېوادونو ته سفرونه کړي چې هلته يې د ده د کمې پوهي او ناستې ادارې له مخې نه د افغانستان او نه هم د تالبانو ښه استازولي شوې پر دې کس تورونه دادي چې پاکستان يې کور جايداد ونه پطرول پمپونه او زياته شتمني ده خو که دی اوس د افغانستان لپاره د تالبانو د بهرنيو چارو وزير دې ولې کور کهول يې اوس هم پاکستان کې دی او له دې ځايه پيسې وړي او هلته يې مصرف کوي.
نظريي دادي چې تالبان بايد د پاکستان په وړاندې د خپلې پاليسۍ بيا کتنه وکړي او د يوه هېواد په څير کوم چې تالبان يې له نورو هېوادونو سره کوي چلند وکړي.
Comments are closed.