The news is by your side.

پاکستان وايي له افغان خاورې پرې ډزې شوې او ۵ عسکر يې هلاک شوي

خبريال ويب پاڼه/ د پاکستان بد وضعيت او پر خپلو خواخوږو ملګرو تالبانو بې باوري اوج ته رسیدلې، او دواړو لورو يو پربل انتقادونه هم کړي دي.
پاکستان د افغان خاورې استعمال د وسلوالو له لوري غندلی او ویلي یې دي چې د دوی پر پوځ باندې د افغان خاورې څخه د هلاکت بريدونه شوي.
مالومات ښيي چې په کرمه کې پر پاکستاني عسکرو برید شوی چې پکی پنځه پاکستاني عسکر هلاک شوي وو.
د دې برید مسولیت منلی خو تراوسه پوري په دې هکله د اسلام اباد اندیښنو ته تالبانو ځواب نه دی ویلی.
کله چې تالبان واک ته ورسيدل نو لومړۍ ژمنه يې دا وه چې ډ افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد نه استعمالیږي خو له کومې ورځې چې تالبان افغانستان کې واک ته رسيدلي د ټي ټي پي بريدونه زيات شوي.
افغان تالبانو د ټي ټي پي او پاکستان دولت د جوړولو هڅه وکړه خو دا هڅه دوه ځلې ناکامه شوه.
په خيبر پښتونخوا کې ټي ټي پي او بلوچستان کې بلوڅ ملتپال د پاکستاني دولت د هلاکت سبب ګرځيدلي ځکه چې په دې وروستيو مياشتوکې د امنيتي پيښو په ترڅ کې سلګونه پاکستاني عسکر هلاک او مرګونې ژوبل شوي دي.
د پاکستان او تالبانو مقابلوي ادعاوې
د پاکستان له لوري دا څو يم ځل دی چې پر تالبانو تورلګوي چې د دوی پر ضد د وسلوالو ملاتړ کوي او د هغه ډلو مخه نه نيسي چې په پاکستان کې بريدونه کوي.
خو په مقابل کې يې تالبانو اداعا وکړه چې د پاکستان خبرې ناسمه او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هېواد تر ضد استعمال نه شي.
تراوسه پوري باور وو ولې اوس پاکستان پوی شوی چې که هرڅومره کسان د تالبانو په لیکو کې ولري خو د تالبانو چلند حتمي دی چې بدل شوی.

Comments are closed.