The news is by your side.

برتانيايي جنرال: نړۍ دي تالبان په رسمیت وپیژني

خبریال ویب پاڼه/برتانيايي جنرال د تالبانو سره په خواخوږي کې نمره يو وړه او له نړۍ څخه يې وغوښتل چې هغوی سره تعامل وکړي.
جنرال ډيويډ ريچاردز په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې تالبان بايد د افغانستان د خلکو لپاره په رسمیت وپیژندل شي.
دې برتانيايي جنرال ويلي چې نړۍ بايد ومني چې افغانستان کې يې ماتې خوړلې.
جنرال ریچارډز د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي چې بايد د افغانستان خلکو سره مرسته وشي نړۍ او بیا بريتانيا پر دې ټينګار کړی چې افغانستان وضعیت خراب دی او بايد د دې هېواد له خلکو سره بشري او اقتصادي مرستې وشي.
د تالبانو له واکمنۍ شپږ میاشتې پوره کيدونکې خو تراوسه د دې ډلې رامنځته شوی دولت هيڅ هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی او نه يې هم مشروعيت ترلاسه کړی دی.
آمریکا د افغانستان باندې وروسته له هغه بندیزونه ولګول کله چې دې هېواد کې وروسته له شلو کلونو مبارزې څخه تالب وسلواله ډله واک ته ورسیده.
آمریکا د افغانستان نهه نيم ميليارده ډالر کنګل کړل چې اوس يې له امله افغانستان کې اقتصادي وضعيت خراب او د يوه بشري بهران د راتګ ويره ده خو امريکا لاهم دا پيسې نه دي خلاصې کړې.
ملګري ملتونو او همدارنګه يو شمېر هېوادونو له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل پيسې آزادي او افغانانو سره په دې بد وضعيت کې مرسته وکړي.
ملګري ملتونو خبر ورکړ چې څلور نيم ميليارده ډالر به وغواړي د کاله چې افغانستان له بهران څخه وژغورل شي هغوی له نړیوالو وغوښتل چې افغانستان سره خپلې مرستې زياتې کړي امريکا جمه نور هېوادونه اوس مهال په بشري برخه کې د افغانانو سره خپلې بشري مرستې پيل کړې دي او لا یې هم ژمنتیا ښودلې چې خپلې مرستې به جاري ساتي.

Comments are closed.