The news is by your side.

عمران تالبان په کمزورۍ تورن کړل وايي ملت ته خدمات نشي وړاندې کولی

له ډيرو افغانانو سره لومړی دا پوښتنه پيدا شوه چې د تالب په راتګ سره ايا افغان د پاکستان صوبه ده چې په هرڅه کې يې دوی مداخله او استازولي کوي؟
پر تالبانو همدا انتقاد دی چې ولې ځان د پاکستان له انحصار او فشار څخه ځان نه خلاصوي.
اوس عمران خان تازه پر تالبانو باندې تور لګولی چې حکومتولي نشي کولی او خلکو ته اوس خدمات نشي وړاندې کولی.
عمران خان وويل چې په افغانستان کې پېښېدونکی بشري او اقتصادي بحران د اندېښنې وړ دی د ده په وينا غ تالبانو ترولکې وړاندې پر نړېوالو مرستو متقي وو، خو اوس چې په دې هېواد کې د سولې چانس برابر شوی باید کار ورته وشي.
عمرخان وويل کله چې نړیوالو مرستې بندي شوې د تالبانو حکومت بحران کې دی او خلکو ته هیڅ خدمات نشي وړاندې کولی.
په دې وروستيو کې د تالبانو او پاکستان ترمنځ هم اړيکې خورا خرابې شوې او د پاکستان له لوري وخت ناوخته لفظي ګذارونه کیږي.
د پاکستان ستونزه له تالبانو سره د اوبو، ټي ټي پي، د تالبانو دننه کې د پاکستان په خوښه تعينات، ډيورنډ لاين او بلوڅ بيلتونپال همدا اوس د بحث محور دی چې پاکستان او تالبان‌ يې تر ترينګلتيا وو رسولي دي.
پاکستان او تالبانو تراوسه پر ډيورنډ فرضي کرښه نښتې ترسره کړې همدارنګه یې د حل لپاره هم تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.
کله چې تالبان افغانستان کې بريالي شوي د پاکستان شکايت نور هم زيات شوی هغوی ويلي چې د اګسټ میاشتې وروسته په دې هېواد کې نا امنۍ زیاتې شوې او له امله يې سلګونه پاکستاني عسکر وژل شوي.
په ورته وخت کې د پاکستان يو شمېر چارواکو تورلګولی چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد استعمالیږي او کوم بريدګر چې په دې هېواد کې بريدونه کوي نو د افغانستان له خاورې دې هېواد ته اوړي او هلته پاکستاني عسکر په نښه کوي چې تر اوسه د دوی په وينا د پاکستان دې اندېښنې ته کوم ځواب نه دی ويلی.

Comments are closed.