The news is by your side.

ګلبدين له تالبانو په تېښته ایران ته تللی دا هېواد يې تائيد کوي ولې د ده کسان يې ردوي

خبريال ويب پاڼه/ د ايران د بهرنيو چارو وزارت او یو شمېر نورو سرچینو تايد کړې چې ګل بدين حکمتيار په یوه پټ سفر ايران ته تللی د ده د سفر جزيات نه دي ورکول شوي، خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت دې هیوا ته د افغان سياسونو سفر عادي خبره بللې.
ايران ته په دې وروستیو کې د متقي له سفره وروسته ګلبدين دويم نفر دی چې سفر کوي.
د بیا ازادي محدودولو سره ګل بدين هم کوچنی شوی
کلبدين حکمتيار چې د اسلامي حزب په نوم د یوه ګوند مشري کوي څو کاله وړاندې د اشرف غني حکومت ته تسلیم او له وسلوالې مبارزې يې لاس واخيست خو په دې موده کې نوموړی له اشرف غني سره جوړ او بیا وروسته ده ته د ګټې نه ورکړې په صورت کې ډیر وران شو.
کله چې د اګسټ پر ۱۵ کابل ته بیرته تالبان ننوتل او د افغانستان واک يې په خپل لاس کې واخیست ګلبدين له څو نورو سياسونو سره افغانستان کې پاتي شو او لا هم پاتي دی.
نوموړي ته د حکومت او تالبانو ترمنځ ډ سولې خبرو کې هم چانس ورکول شوی وو، چې تر ډيره بريده هسې د يوه ګډون کوونکې په سترګه ورته کتل کيدل چې نه يې تالب او نه يې هم حکومت ته کوم ارزښت درلود.
دا چې اوس حامد کرزی او عبدالله تالبانو له بهرني سفره منعه کړي نو بیا ګل بدين څنګه اجازه لري چې یوه بهرني هېواد ته ولاړ شي ځکه نو ښکاره خبره ده چې ښایي دا سفر يې په غلا ترسره کړی وي.
تيره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې عبدالله او کرزی په کور کې نظر بند او بهرنيو هېوادونو ته سفر نه شي کولی.
کرزی وويل چې دوه هېوادونو ته يې د سفر نيت کړی وو، خو دواړه پاتي شول عبدالله عبدالله غوښتل هندوستان ته سفر وکړي او هلته له خپلې کورنۍ سره وويني ولې کله چې په دې تالبان خبر شوي وو غوښتنه يې کړې وه چې عبدالله ته دي کورنۍ کابل ته راشي.
د ګل بدين د سفر په هکله تر اوسه تالبانو څه نه دي ويلي خو که چیري دا سفر ترسره شوی وي ښايي ګلبدين سزايي شي او بيا د دباندې وتلو اجازه هم ونلري

Comments are closed.