The news is by your side.

تالبانو د انګليسي او کمپيوټر زده کړو ته مخه کړې او لوستې دويمه دريمه ښځه يې هم کړې

خبريال ويب پاڼه/ تاسې به د تالبانو د لوړو زده کړو د وزير خبرې څو ځله ليدلې او اوریدلې وي چې د تير شکلن حکومت او هغه نسل له روزنې او تعلیم سره يې مخالفت وکړ خو اوس رسنيز راپورونو دادي چې تالبانو خپل غړي آن بهرنيو هېوادونو ته د انګليسي ژبې او نورو عصري علومو د تدريس لپاره استولي.
په ورته وخت کې يو شمېر سرچينو دا هم ویلي چې دوی د خپل ځان لپار‌ د دينې زدکړو ترڅنګ عصري زده کړې هم خورا مهمې بللې.
د دې مالوماتو تر ټولو جالبه ځای دادی چې تالب قوماندانان چې کله پر کابل او نورو ښارونو را شوه شول نو د عصري ژوند په خوند پوی شول ځکه نو يې ډيرو دويمه او ډيرو دريمه ښځه وکړه خو هغه يې باسواده ښځه انتخاب کړه.
که چیري تالبان بیا جګړې کولو او غرو ختلو ته مجبور شي نو ښکاره خبره ده چې هيڅ تالب به نور له خپلې کورنۍ ليري نه شي او نه به هم بيا ټوپک واخلي ځکه دوی نور د ژوند رنګونو لیدلې او بیا نه غلول کیږي.
تالبان د تير کال اګست مياشت کې پر افغانستان باندې وروسته له شلو کلونو مبارزې وروسته واکمن شول خو دا ځل داسې برېښي چې تالبانو په خپله برخه کې د ځان لپاره زيات تغير کړی داسې نظريې دي چې تالبان به پر کراره ډير څه ومني او د ښځو د حقونو په برخه کې به په تدريجي ډول مخ تګ وکړي ځکه چې اوس نړۍ او نيمايي تالبان همدا غواړي.
د تالبانو دويم او دريم واده
فکر نه کيږي چې په اوس وخت کې دي پيغلې لوستې نجونې په عمر پاخه کسان چې افراطي تالبان وي د خاوند په حيث ومني ښکاره خبره ده چې تالبان به لوستي کونډې او يا هم په عمر پخې لوستې ميرمنې د خپلو خاوندانو په حيث مني.

Comments are closed.