The news is by your side.

ملا یعقوب د پخواني حکومت جنرال دفاع وزارت کې پر مهم بست ګمارلی

خبریال ویب پاڼه/ ملا محمد يعقوب مجاهد چې د تالبانو د دفاع وزیر دی په دې وروستېو کې یې د خلکو د خوښې وړ قدمونه ایښي.
هغه په دې نظر دی چې د افغانستان د پخواني پوځ منسوبین د هېواد سرمايه دي او دوی به يې په دندو وګماري.
اوس تازه د تالبانو د دفاع وزارت په خپله یو خبر پانه کې ويلي چې دوی د تير حکومت يو جنرال بريد جنرال ارمان حرب محمد غوث صافی د دفاع وزارت د ستراتيژۍ او پاليسي معنیت د پلان او تنظيم رييس ټاکلی.
د تالبانو د دفاع وزارت په خپله خبر پاڼه کې ویلي چې محمد غوث صافی يو تجربه کار پوځي جنرال او د دې وزارت پر بيلابيلو بستونو يې کار کړی دوی ويل چې ښاغلي صافي په هېواد دننه او بهرکې نظامي زده کړې کړې دي.
دا جنرال پر داسې مهال ټاکل کيږي چې دوه ورځې وړاندې د تالبانو د دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې وویل چې له هېواده وتلي پنځه پیلوټان بیرته هېواد ته ستانه شوي او د تالبانو ‌د دفاع وزير ملا یعقوب مجاهد يې سره يې کتلي وو، سرچينې هغه مال وویل چې د دوی هڅې روانې دي ترڅو نور مسلکي نظامي کسان هم هېواد ته را وغواړي.
د تالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد موده وړاندې په خپلو خبرو کې له هغه کسانو څخه چې مسلکي وو او له هېواده تښتيدلي وو، وویل چې تاسې د هېواد سرمايې یاست افغانستان ته راشئ او د تالبانو حکومت به ستاسو ډیر قدر وکړي.
هغه وویل له هېواده ټول وتلي کسان بیرته بايد هېواد ته راشي تالبان به يې ډير قدر وکړي او په بهرکې د هیچا عزت هم نشته بايد ټول افغانان خپل هيواد ته راستانه شي او موږ او دوی په ګډه افغانستان ته خدمت وکړو

Comments are closed.