The news is by your side.

بلوڅ لوی ګواښ شول عمران خان د عسکرو مورال لپاره بلوچستان ته تللی

خبریال ویب پاڼه/ تازه راپورونه دادي چې د پاکستان لومړې وزیر عمران خان وروسته له هغه چې بلوچستان کې د بلوڅانو په لاس سلګونه پاکستاني عسکر ووژل شول سفرکوي.
د عمران د سفر په هکله د سیاسي چارو شننونکی احمد سعيدي وايي چې له افغانستان د امريکا له وتلو وروسته ټي ټي پي او بلوڅ ملتپال د هغو په وسلو مجهز شوي دي.
د نوموړي په خبره چې بلوڅانو ته پاکستان حق نه ورکوي او له همدې امله دوی هم وسله واله مبارزه کوي او دا هم ښکاره خبره ده چې پاکستان او چين پر ګوادر باندې خوند نشي اخيستلای.
خبریال عبدالحق عمري وویل چې تراوسه پوري د ټي ټي پي او بلوڅ ملتپالو له لوري مبارزه یوشان وه خو اوس يې تغير خوړلی او بلوڅانو ډیر لوی بريدونه پر پاکستاني عسکرو پيل کړي دي.
هغه وويل د پنجګور او نوشکي له بريدونو وروسته پاکستان په ویره کې دی او غواړي چې اوس لا سری وخت کې د بلوڅانو د لا پیاوړي کيدلو مخه ونيسي ولې دا به ناممکنه خبره وي چې پاکستان به د بي ايل اې مخه نيسي.
هغوی اوس منسجم او پياوړي شوي او داسې ښکاري چې د پاکستان د زوال ورځې نژدې دي.
بلوڅ ملتپالو په دې وروستېو ورځو کې د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سیمو کې د پاکستاني عسکرو پر پوځي مرکزونو سخت تندريز بريدونه وکړل او د بلوڅانو د مالوماتو پر اساس يې سل پاکستاني عسکر هلاک او سلګونه نور ژوبل کړل.
له دې بریدو وروسته پاکستان په دې پوی شو چې شو چې ټي ټي پي او بي ايل اې به يې حتمي بيخ او بنياد کاږي ځکه نو بلوچستان په لومړي سر کې د پوځ مشر جنرال قمر باجوه او دا دی اوس د هېواد لومړی وزير عمران خان د بلوچستان جګړه ځپلو سيمو ته سفر کوي

Comments are closed.