The news is by your side.

د شننونکو نظريې: سويس ته د تالب پلاوي سفر د رسميت پيژندلو په معنی دی؟

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د ليکو د تصفیې کميسون مشر لطف الله حکيمي په مشري يو لس کسيز پلاوی د سويس ژينف ته تللی او هلته به د سرصليب استازو په ګډون د دې هېواد له چارواکو او نورو اروپائي هېوادونو له استازو سره وګوري.
ايا دا رسميت پيژندنه ده
د يو شمېر کتوونکو په باور چې د تالب استازو سفرونه اروپا او نورې نړۍ ته يو نوعه تعامل کيدلی شي طبعي خبره ده چې له تعامل وروسته به حتمي رسميت پيژندنه هم رامنځته کیږي.
سويس هېواد خبر ورکړی چې دې هېواد ته د تالب پلاوي سفر د دې ډلې د رسميت پيژندنې په معنا نه دی.
تالب پلاوی ژنيف ته چا غوښتی؟
دا دويم سفر دي چې تالبان يې اروپايي او مهمو هېوادونو ته کوي مهمه مسله اوس د تالبانو د رسميت پيژندنه او د مالي سرچينو آزاديدل دي، تالب پلاوی ژنيف ته د Call foundation بنسټ له لوري غوښتل شوي دي دا بنسټ په جګړو کې د ملکي وګړو ساتنه کوي او ژنيف به تر پنج شنبې پوري د تالبانو کوربه وي.
د بشري حقونو د برخې فعاله نظيره جمشيدي وايي که نړيوال فکر کوي چې داسې ناستې به په افغانستان کې له بشري وضعيت او د ښځو حقونو په دفاع کې مرسته وکړي تيروتنه کوي.
هغې وويل د اسلو له غونډې وروسته چې اصلي محور يې هم په افغانستان کې د ښځو ژوند او حقوق وو، له هغه وروسته تالبانو يو شمېر معترضي ميرمنې زنداني کړې او د نړيوالې ټولنې هيڅ يوې غوښتنې ته يې ځواب ورنکړ، نو د سويس غونډه به هم کومه نتيجه ورنکړي.
يو بل فعال محمد اکرم ګيذابي وويل سويس چې د تالبانو پلاوی خپل هېواد ته غواړي نو دا دې ډلې ته د رسميت ورکولو په معنی ده که يې حکومت په رسمیت نه پيژني نو حتمي خبره ده چې دې ډلې ته يې رسميت ورکړي.
تالبان له خپلې څه کم شپږ مياشتنۍ واکمنۍ وروسته هم هیڅ هېواد په رسمیت نه دي پيژندلي، خو دوی په دې هڅه کې دي کې رسميت واخلي ولې نړيواله ټولنه وايي چې تر هرڅه لومړی بايد تالبان خپلې ژمنې عملي کړي.

Comments are closed.