The news is by your side.

د نورولي محسود په مشري افغانستان کې د ټي ټي پي د ۵۰۰۰ جنګيالو د شتون ادعا

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان وروسته له هغه په ژړا او فرياد شو چې افغانستان کې د تالبانو له بريا وروسته په خيبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي په لاس امنيت خراب او تر دا مهاله لسګونه پاکستاني عسکر قتل شوي.
پاکستاني دولت تور پوري کړ چې ټي ټي پي په افغانستان کې مرکزونه لري له هغه ځايه راځي او پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کوي، خو افغان تالبانو بيا دا ادعا وې رد کړې.
اوس تازه ملګري ملتونو په خپل راپور کې خبر ورکړی چې افغانستان د ترهګرو په ځاله اوریدونکی دی ځکه چې په دې هیواد کې د داعش خراسان څانګه فعاله او محدوده واکمني لري په ورته وخت کې بيا راپور ښودلې چې په دې هیواد کې نورولي محسود په مشرۍ له ۳۰۰۰ تر ۵۵۰۰ پوري د ټي ټي پي وسلوال جنګيالي ښايي موجود وي.
راپور کاږي چې د افغان تالبانو په منځګړيتوب اوس هم ټي ټي پي خپل بريدونه پر پاکستانيو اهدافو لږ کړي ځکه ډيری یې اوس د امن لټه کې دي.
پاکستان په وروستي ځل يوې ادعا کې وويل چې د خيبر پښتونخوا کرمه ايجنسي کې د افغانستان له لوري د دوی پر سرتيرو بريد شوی او پنځه عسکر يې هلاک شوي دي.
د تالبانو له لوري بيا دې انديښنو او تورونو ته ځواب ويل شوی او جوته کړې یې ده چې حکومت يې پر ټولو قطعاتو باندې حاکميت لري او ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هيچا په وړاندې استعمال نه شي
تالبانو تر دې وړاندې هم ويلي وو چې افغانستان نور امن دی او هېوادونه دي له دې لوري زړونه بې غمه کړي خو د اوس لپاره يوازې پاکستان دی چې په تالبانو باور نلري او ويره لري چې ټي ټي پي به يې نوم او نښان له خاورو سره خاورې کړي

Comments are closed.