The news is by your side.

پاکستان کې به بريدونه نور هم زیات شي، سل خونړيو بريدونو دا هېواد افغان تالبانو ته جدي کړ

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان کې به بريدونه نور هم زیات شي، سل خونړيو بريدونو دا هېواد افغان تالبانو ته جدي کړ
پاکستان دې ته حوښمالپ وو چې د افغان تالبانو په بریا سره به افغانستان کې د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره لاس په کار شي خو له کومې ورځې چې تالبان افغانستان کې بریا ته رسيدلي ورسره سم د پاکستان د زوال او ناکامۍ کيسه پيل شوې ده.
رسنيز راپورونو دادي چې پاکستان له تالبانو سره سره خپل برخورد او لعن بدل کړی او اوس په بله ژبه ورسره خبرې کوي په دې وروستيو کې د ټي ټي پي بي ايل اې او نورو وسلوالو مبارزینو له لوري سل خونړۍ حملې وشوې چې له امله يې د پاکستان او تالبانو تر منځ هم بې باوري رامنځته ته شوه.
يو شمېر راپورونه داسې هم وايي چې تالبان ځکه د ټي ټي پي ملاتړ کوي او پر بریدونو يې پټه خوله دي څو پر پاکستان فشار زيات کړي او د هغوی له لوري په رسمیت وپيژندل شي.
په دې هکله د سياسي چارو شننونکي اجمل سهېل وویل چې افغان تالبان او ټي ټي پي يو ايډيالوژي لري او مشترکې ستراتيژيکي ګټې يې يو له بل سره خوندي دي.
هغه وويل که څه هم اوس د تالبانو مشران په دې پوی شوي چې افغانستان نور بايد استعمالونکي اله ونه اوسي خو بيا هم د افغان تالبانو په لیکو کې يو شمېر کسان له نورو تروريستي ډلو او ټي ټي پي سره اړيکې لري او دوستي سره پالي.
ښاغلي سهيل خبرداری ورکړ چې اطلاعات دادي چې پاکستان کې به وضعيت نور هم خرابيږي او مغلق کيږي به.
نوموړي وويل پاکستان وروستيو بريدونو ته ډير زور او فشار ورکړي تر څو د بي ايل اې په وړاندې د چین ملاتړ هم ترلاسه کړي ځکه بي ايل اې غواړي چې د ګواډر بندر د چین له تسلطه وباسي او ياهم پاکستان کې چينايان په نښه کړي.
په دې وروستيو کې د بي ايل اې له لوري بلوچستان کې خونړي بریدونه وشول چې په غبرګون کې يې لومړي وزير عمران خان هلته سیمې ته سفرو وکړ.
پاکستان اوس غواړي د بلوچستان او نورو بریدونو په خونړي ښودلو سره د ګوادر په ګډون نورې پروژې خوندي او په دې توګه د چین ملاتړ له ځان سره ولري خو دا چې چين به څه وکړي مالومه نه ده.

Comments are closed.