The news is by your side.

افغانستان ته د يوه اروپايي هېواد د پلاوي رسمي سفر

خبریال ویب پاڼه/ تالبانو په دې وروستيو کې له اروپايي هېوادونو سره خورا راشه درشه پيل کړې چې په دې ترڅ کې څوځله تالبانو يو شمېر اروپايي هېوادونو ته سفرونه وکړل او اوس بيا د اروپايي هېوادونو څخه بهرنيان کابل ته راځي.
بريتانيايي پلاوي کابل ته خپل رسمي سفر ترسره کړی چې اوس تازه يې له يو شمېر لوړ پوړو تالب چارواکو سره ليدنې کتنې هم کړې دي.
دې برتانيايي پلاوي له تالب مشرانو سره په کتنه کې د خپل هېواد اندېښنې افغانستان کې د بشري وضعيت په هکله شريکې کړې دي.
برتانيا او تالبان
په دې وروستيو کې برتانيا هم يو له هغه هېوادونو څخه دی چې له تالب ډلې سره د تعامل او مشروعيت په برخه کې منځلاری او څه ناڅه د تالبانو ملاتړی هېواد دی، که برتانيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په هکله اندیښنه ښيي نو د دې وضعيت د ښه کولو لپاره له افغانانو سره بشري مرستې هم کوي خو د افغانستان حالت څومره چې تعبير شوی زيات خراب دی.
نړۍ په افغانستان کې پېښېدونکي بشري بهران ته په پټو سترګو ګوري خو امریکا ته‌ د کنګل پيسو د خلاصون نه وايي آمریکا پر بشري مرستو زيات ټينګار کوي ولې د پيسو خلاصون افغانستان له ټولو ستونزو خلاصولای شي خو دا چاره نه ترسره کوي له تالبانو سره د ټولې نړۍ تعامل روان دی او لا به دوام ولري ولې مشروعيت نه ورکوي او په رسمیت يې نه پيژني ځکه نو ویلای شو همدا هېوادونه چې په مرستو کې ښکېل دي همدوی په افغانستان کې بهران هم رامنځته ته کړی.

Comments are closed.