ملا حسن اخوند له ۱۶ ورځو را په دې خوا د کابينې غونډه کې کډون نه دی کړی رازه څه دی؟
خبريال ويب پاڼه/ د کابينې مشري اوس ملا حسن اخوند چې د تالبانو د وزيرانو رئيس دی نه کوي هغه يوازي د دلوې پر ۵ ليدل شوی او اوس د هغه په غياب کې د کابینې غونډې کيږي.
دلته يو سوال پيدا کيږي ملا محمد حسن اخوند چې د تالبانو لومړی کس دی ولې يې غيابت او نه شتون پټ ساتل کيږي يو شمېر سرچينو ويلي چې ملا حسن اخوند اوس په غونډو کې ګډون نه کوي.
په ارګ کې د ليدنو کتنو او نورو ناستو انځورونه چې د تالبانو وياندويانو خپاره کړي نو په ناستو کې د ملا محمد حسن اخوند مرستيالانو ګډون او مشري کړې.
تراوسه پوري هيڅ مالومات نشته چې د رييس الوزرا د غيابت راز به څه وي؟
ملا حسن اخوند د تالبانو لومړی واکمن وزير شو چې تراوسه پورې پر رسنيز ډګر د پام وړ هم نه دی را څرګند شوی دی د تالبانو د سرپرست حکومت رئيس الوزرا وټاکل شو.
د تالب مشرانو د غيابت راز
ملا محمد عمر اخوند چې له مرګ وروسته بيا هم دوه کاله واکمني وکړه هيڅ کله تالبانو مړ نه باله ولې په حقيقت کې هغه د ټولو تالبانو له خبرداري وړاندې دوه کاله مخکې وفات شوی وو.
د اوس لپاره همدا ملا حسن اخوند دی چې تالبان رهبري کوي هغه د خپلې واکمنۍ په درشل کې ډير لږ پر رسنیو را څرګند شوی ترڅو خبرې وکړي.
Comments are closed.