The news is by your side.

سرچینې! تالبان درې ډلې شوي د قدرت پر سر لوبه

خبريال ويب پاڼه/ کله چې هر نظام په افغانستان کې د قدرت منګولې ټينګې کړې بیا یې د قدرت پر سر حتمي نفاق رامنځته شوی د تالبانو په هکله راپورونه دادي چې خپل منځي ستونزې يې د دې لامل شوې چې يو ډله درې تقسيمه شي.
يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي چې د تالبانو ډله د قدر بندي له امله پر دريو ډلو وويشل شول چې لومړی يې د ملا برادر په مشري هغه کسان دي چې د سولې خبرو کې له امريکا سره ښکیل ول.
دويمه ډله يې د ملا عمر اخوند د زوی ملا يعقوب مجاهد له لوري رامنځته شوې او دريمه ډله د حقانيانو ده چې سراج الدين حقاني يې ملاتړ کوي.
د تالبانو د نفاق يوه ښه بېلګه دا هم ده چې په کابل او ولایتونو کې خپل سري کړنې کيږي او دا ډله کومې ژمنې چې پر نړيوال سټېج کوي په عمل کې يې نه شي پلې کولی، چې دوی ته يې زیاتې ستونزې زېږولې، که د تالبانو يوه ډله غواړي خپل ځان نړي ته تغير خوړلی و ښيي خو بله ډله يې زياته افراطي ده او د لومړۍ ډلې ټولې هيلې او ژمنې له منځه وړي ملا برادر څو مياشتې د سولې په قضيه کې له امريکا سره ښکیل پاتي شو او کله چې هغه له امريکا سره هوکړه کوله نو خپل ځان يې د اوس د اعمالو غوندي نه وو ورته تعريف کړی.
خو اوس نړۍ په دې عقیده ده چې د تالبانو اکثريت برخه د ۹۰ يمو کلونو غوندي پلان لري او داسې عقیده لري چې دا له اوسنۍ نړۍ سره هیڅ ربط نلري خو يو شمېر يې بيا پر کړو ژمنو له امریکا سره ولاړ ښکاري چې هغه د ملابرادر ډلې ته پکښې اشاره کيدلی شي که چيرې واک د ملابرادر له ډلې سره وای نو شونې وه چې د تالبانو کابینه کې به ښځې هم شاملې وې او په نړيواله کچه به د تالبانو جوړ شوي حکومت کومې ستونزې نلرلې ولې کله چې ملابرادر دا وغوښتل نو دننه ارګ کې د حقاني او برادر جنجال راپورته شو چې د نوموړي د ژوبل کيدلو خبر هم تر غوږو کيدی.
داسې ښکاري منځنۍ ډله چې ملا يعقوب يې مشري کوي وطني تالبان او مستقل خلک دي چې ورځ تر بلې يې د تالبانو منځ کې مشروعيت ترلاسه کوي.

Comments are closed.