The news is by your side.

صالح: تالبان د افغان ميرمنو په زنداني کیدو له کفر نه باج غواړي

خبريال ويب پاڼه/ د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د تالبانو له لوري د ښځو د فعالینو پر نيولو غبرګون ښودلی او دا يې د تالبانو د غيرت يوه بېلګه بللې.
امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل.
هغه تالبان د راولپینډۍ پيداوار وبلل او زياته يې کړه چې دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې يو نظام ځوانې نجونې له کورونو باسي زنداني کوي يې او بيا وایي چې موږ خبر نه يو.
د ده په وينا چې افغانانو ته تالبان د منلو وړ نه دي او د دوی په وړاندې باید د مقاومت جبهه نوره هم قوي شي.
له دې سره تر خوا د تالبانو له لوري د ښځو فعالينو د لادرکه کيدو له امله نړيوال غبرګونونه هم موجود دي په دې اړه انتونیو ګوتريش هم غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې تالبان دي په دې هکله مالومات ورکړي.
پر تالبانو يو همدا نړيوال فشار دی چې ولې د ښځو په وړاندې خپلې ترسره کړې ژمنې نه عملي کوي او ولې دننه افغانستان کې غواړي چې د معترضو ښځو اواز خاموشه کړي.
په دې وروستيو کې د تالبانو له لوري څو تنه د ښځو فعالیني چې د دوی په وړاندې به يې لاريونونه کول نادرکه کړې او اوس يې مني هم نه چې ګواکي دا ښځې دي دوی نيولې دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې او د يوناما مشري ديبورا لاينز په خپل تازه بیان کې ویلي چې د افغان ميرمنو د فعالینو د نيولو په هکله يې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره خبرې کړې او له هغه پلوه ډاډ ورکول شوی چې په دې برخه کې به اقدام کوي.

Comments are closed.