The news is by your side.

حسين حقاني: پاکستان په خپل پلان کې برباد شو، تالبان يې له واکه ووتل

خبریال ویب پاڼه/ امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير او د پاکستاني دولت سر سخت منتقد حسين حقاني په خپله نوې مرکه کې پر پاکستان سخت انتقادونه کړي او د پاکستان د بربادي او نا امني زیری يې ورکړی.
حسين حقاني په خپلو خبرو کې وويل پاکستان شل کاله په دې خاطر د تالبانو ملاتړ وکړ چې امریکا ووزي او په تالبان پر واک شول ولې پاکستان خپلو غوښتنو ته ونه رسید.
حسين حقاني وويل افغانان له دې خاطره چې تالبان د ۹۰ يمو کلونو غوندي حکومت کوي مايوسه شوي رښتيا خبره داده چې تالبانو هيڅ ډول تغير نه دی کړی.
حسين حقاني له تالبانو سره د چين او پاکستان اړيکو ته په اشارې وويل که تالبان له ولس سره هرڅه هم کوي چين او پاکستان يې پروا نه کوي دوی يوازي تالبانو سره اړیکې رغول غواړي ولې دا به اسانه نه وي ځکه چې نړيوال لومړی ملت ته ګوري چې تالبان څه ورسره کوي او بیا وروسته پر اړیکو غور کوي.
حقاني تالبانو ته په اشارې وويل چې دوی اوس هم د شلمې پېړۍ فکر کې دي او د يوې داسې ډلې ملاتړ د پوهانو کار نه دی، پاکستان غوښتل امريکا ووزي، د هند لاسونه لنډ شي دا خو وشول او دا یې هم غوښتل چې په تالبانو ډيورنډ لاين ومني ولې دلته يې مايوسه کړ خو په ټوله کې که وکتل شي نو د پاکستان له لوري له تالبانو سره شل کلنې خوارۍ عبس ولاړې
په افغانستان کې د‌تيرو څلويښتو کلونو را په دې خوا پاکستان د نیابتي جګړې تر. شا دی او هر نظام چې راغلی نو يو ډله یې حتمي د دين له آدرسه د جهاد په نوم مسلطه کړې ده چې بايد په افغانستان کې خلک‌ ووژني او جهاد وکړي

Comments are closed.