The news is by your side.

شننونکي: تالبان‌ د نصاب کتابونو کې بيا ټ، ټوپک، ت، توره ج جهاد رامنځته کوي

خبريال ويب پاڼه/ تالبانو ويلي چې د ښوونځيو درسي کتابونو نصاب بدلوي او يو شمېر مضامين بيرته ټ ټوپک، ت توره ج جهاد ته اړوي.
دا لومړی ځل نه دی چې ښوونيز نظام د عقيدتي او فرهنګي جګړې ډګر ګرځي بلکې نورو نظامونو هم داسې کړي دي.
د سياسي چارو شننونکي داود ناجي وويل چې تالبان له عصري او مډرنو زده کړو سره ستونزه لري او دا نه شي برداشت کولی.
هغه وويل چې تالبان داسې ښوونيز نصاب او نظام غواړي چې زده کوونکي يې په وروستیو کې حافظان شي، قاريان شي، ملایان شي او ياهم مفتيان شي.
تالبان ځکه له نوي عصري ښوونيز نظام سره ستونزه لري چې هغه نظام يو پوښتنه کوونکی او شننونکي انسان روزي.
د حضرت وهريز يو ليکوال وويل چې تالبانو عصري نړۍ د ځان لپاره ډيره ساده تعریف کړې هغوی په خپل نظام کې خلک يوازي اخيرت قيامت ته متوجې کوي ترڅو هغه دنیا يې شمه شي، د کوم نظام چې هدف د ټولو خلکو جنت ته وړل وي نو هرومرو به ښوونيز نظام هم تغير کوي.
ښاغلي وهريز وويل چې د افغانستان درسي نظام زيات تغير ته اړتيا درلوده ولې هغه تغیر چې تالبان راولي داسې نه.
د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزارت مرستيال محمد اصف ننګ د تالبانو هغه اداعا رد کړه چې ګواکې اوسنی نظام غرب پلوه دی هغه وويل چې د افغانستان ښوونيز نصاب د افغانستان لپاره جوړ شوی او په افغانستان پورې يې اړه درلوده.
ننګ وويل زموږ نصاب لکه د نورې نړۍ پنځه برخې، تخنیکي او مسلکي، دیني، ټولنیز، ادبيات او ساينس درلودې، ځکه نو موږ نه شو کولای په دې کتابونو کې د غرب فکر ځای پر ځای کړو.
که څه هم تالبانو تراوسه په رسمي ډول کومې خبرې په دې هکله نه دي کړې خو شنونکي په دې باور دي چې تالبان په کم لګښت او د ښوونيزې برخې ډير اولیه مواد غواړي په کتابونو کې ځای پر ځای کړي.

Comments are closed.