بايډن هغه فرمان لاسلیک کړ چې د افغانستان ۷ میلیارده کنګل پيسې يې ازادي کړې
خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان له نهه نیم ميليارده ډالرو څخه بايډن د یوه فرمان په ترڅ کې اوه میلیارده ډالر ازادې کړې چې یوه برخه به يې په افغانستان کې پر بشري مرستو ولګيږي او دويمه برخه به يې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر د يوولسمي قربانیانو ته د غرامت په ډول ورکول کېږي.
اوس پوښتنه داده چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱ مې جنايت چا تر سره کړ دا پيسې د چا او چاته ورکول کېږي افغانستان په داسې يوه وضعیت کې کرار لري چې تازه يې د بشري بهران او اقتصاد د نړیدلو وختونه نژدې شوي خو امریکا د دې پر ځای چې د بیوزله افغانانو ژوند ته وګوري او هغوی له بهرانه را وګرځوي بډايه امریکا یانو ته د عربو د جرم سزا ورکوي، نړیوال باید په دې ښه پوی شي چې د افغانانو پيسې په داسې وخت کې په دومره لويه کچه نيم کول دا هېواد يوه بل بهران ته ټېل وهل دي.
د دې فرمان له مخې به افغانستان ته ازادې شوې پيسې په بشري مرستو ولګيږي که چيري د بشري مرستو پر ځای اساسي پروژې پلې شي او د راتلونکي لپاره د افغانستان ايندې ته وکتل شي دا به تر ټولو ښه پلان وي.
آمریکا د تير زېږديز کال د اګست مياشتې پر ۱۵ نېټه کله چې تالبانو افغانستان ټول تسلیم کړ د افغانستان نهه نيم ميليارده ډالر کنګل او له کاره وغورځول چې له امله يې افغانان د پولۍ ټک ته کښیناستل ولې له مقرري غوښتنو سره سره بیا هم آمريکا دا پیسې د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره خلاصې نکړې خو اوس چې د يوه مظلوم او داسې ملت چې یو میلیون ماشومان يې له خوار ځواکۍ څخه مړ کيږي شتمنو امريکايانو ته يې دا پيسې ورکړې چې په هیڅ يوه قانون کې به دومره ظلم نه وي رامنځته شوی.
Comments are closed.