The news is by your side.

تالبانو اخير د ښځو فعالیني خوشې کړې

خبريال ويب پاڼه/ يو شمېر خبري سرچينو خبر ورکړی چې دې ډلې پروانه ابراهيم حېل، مرسل عیار او ډاکټر زهرا په نوم افغان مېرمنې چې څو ورځې وړاندې يې نیولې پرېښې دی.
سرچینې وايي چې تالبان به ډیر ژر تمنا زرياب او درې خويندي هم ډير ژر خوشي کړي.
تراوسه پوري رسمي نهادونو او تالبانو په دې هکله څه نه دي ويلي.
د دې ميرمنو په هکله را ولاړې شوې ناندرو
د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش په خپل تازه دریځ کې چې د دې زنداني ميرمنو د نيولو او تري تم کيدو په هکله خپل کړی وويل زه په جديت له تالبانو څخه غواړم چې د لادرکه افغان ميرمنو امنيت تضمين کړي.
زياتو هېوادونو د بشر حقونو د بښنې نړيوال سازمان او نورو نهادونو مخکې او اوس د دې زنداني میرمنو د سرنوشت په هکله تالبان پوښتل خو هغوی په دې هکله بې خبري ښودله.
په ورته وخت کې زياتو هېوادونو نهادونو له تالبانو وغوښتل چې تري تم ميرمنې چې بغير له شکه فکر کیږي تالبانو زنداني کړې وې بغير له ځنډه خلاصې کړي.
په افغانستان کې د يوناما مشرې دوه ورځې وړاندې عرض د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي ته ورساوه چې د هغه له لوري ډاډ ورکول شوی وو، چې دا ميرمنې به خوشي کيږي.
تالبانو وروسته له هغه دا ميرمنې ونیولې چې په کابل ښار کې د ښځو د ازادي غوښتلو په نوم يې لاريونونه کول.
داسې ښکاري چې تالبانو خو هيڅ ونکړل د ښځو ږغ‌ يې خاموش نکړ ولې په دې کار سره يې نړۍ ته ځان معرفي کړ چې دوی هيڅ تغير نه دی خوړلی او هيڅ کله خپل مخالفين او منقدين نه پريږدي چې ږغ اوچت کړي خو تالبان دا ډول حرکات پردۍ پروژې بولي.

Comments are closed.