The news is by your side.

تالبان له امریکا د لس میلیوني جایزې په لټه کې، د داعش خراسان څانګې مشر نیسي

خبريال ويب پاڼه/ د خراسان څانګې مشر باندې لس ميليوني جايزه تالبان کوښښ کوي هغه پيدا کړي
د تالبانو لپاره به هم ثواب وي هم خرما د امريکا او تالبانو يو هدف دی د داعش د خراسان څانګې د مشر نيول او يا هم له منځه وړل.
آمریکا وروسته له هغه د خراسان څانګې د مشر په لټه کې شوه کله چې د تالبانو له راتګ سره د کابل هوايي ډګر چیري چې امريکا د تخلیې ماموريت ترسره کاوه چې د کابل پر هوايي ډګر بريد کې د ۱۳ امريکايي سرتيرو په ګډون سلګونه ووژل شول او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.
د دې برید پړه د اسلامي دولت ډلې داعش پر غاړه واخسته او د نورو بريدونو کولو خبر يې هم ورکړ.
د هغه بريد پر مهال چې امريکا يې خبر خپور کړ يوازي يو بريد کوونکي خپل ځان الوزولی وو، چې زياته مرګ ژوبله يې واړوله.
له هغه راوروسته دوه ورځې وړاندې امريکا په يوه تازه اقدام کې د داعش خراسان څانګې د مشر د اطلاع يا خبر په بارکې امريکا لس ميليوني جايزه اعلان کړه چې اوس به هرڅوک زور وهي چې دا جايزه ترلاسه کړي.
په افغانستان کې داعش د تالبانو په وړاندې لومړی ګواښ بلل کيږي دا چې دوی او امريکا يو هدف لري نور که چيري هر تالب د داعش ډلې د مشر ځای امريکا ته وښيي نو لس ميليونه ډالر ترلاسه کوي.
په دې هکله پاکستانۍ ډان ورځپانې هم ويلي چې تالبان به دغه پيسې ترلاسه کړي.
امريکا يوازي له خپل اعلان سره دا ويلي چې دوی د داعش ډلې د مشر د ځای په هکله اطلاع ورکوونکي ته لس ميليونه ډالر ورکوي نو اوس تالبان کوښښ کوي چې د داعش د خراسان څانګې مشر ونيسي او له امريکا څخه خپل انعام لس میلیوني ډالر واخلي.،

Comments are closed.