The news is by your side.

که يې زړه کیږي يانه خو پاکستان لويي څا ته لويدونکی دی

پاکستان شل کاله وړاندې پر افغان تالبانو خواري پيل کړه چې دوی ته ثمر وکړي شل کاله وروسته چې کله يې تالبان بريا ته ورسول نو دا هيله وه چې د تالبانو له لوري به په لومړي سرکې د ډيورنډ مسله حل شي د دوی فرمايشات به پرځای شي او په دې توګه به افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه هم وبلل شي.
د پاکستان هدف او شا کاله د تالبانو اړتيا وه چې اوس پوره شوې او اوس تالب لوری د يوه دولت اداعا کوي که څه هم دوی اوس هم د حکومتولۍ ډيري چارې د پاکستان واک ته سپارلې او هغوی اوس هم د تالبانو په کابينه کې پاخه خلک لري او خلک له تالبانو دا غوښتنه کوي چې د تالبانو په وړاندې دي خپله پاليسي بدله او د نورو هېوادونو غوندي چلند باید ورسره وشي.
تراوسه پوري تالبان نه دي توانيدلي چې د پاکستان خپله خپلواکي په بشپړه توګه واخلي، خو مقابل کې يې داسې ښکاري چې پاکستان هم له خپلې شل کلنې روزنې او هيلې مايوسه شوی او له تالبانو سره اې د لفظونو کلیمات بدل شوي.
د پاکستان مجبوريت او د تالبانو اړتيا
تالبان اوس واکمن دي که پاکستان هر رنګه چلند کوي خو اوس دوی هومره ملاتړ لکه پخوا چې يې ورته اړتيا درلوده نلري ځکه نو يې په برخورد کې بدلون رامنځته شوی او پاکستان لږ شان جدي چلند کوي د پاکستان يوې خواته پاڼ او بلې خواته پړانګ دی هيڅ نشي کولی که تالبانو سره جدي ولاړ شي نو ښايي د جګړو له زور سره مخ شي ټي ټي پي او افغان تالب يو وجود هم شمېرل کیږي او که پاکستان پر دې ډلې باندې فشارونه زیات کړي نو شونې ده چې ټي ټي پي به جګړې کولو ته وهڅوي چې تجهيزي او بشري مرسته به یې وکړي.
پاکستان خپل هلاکت په خوب ويني په دې وروستيو کې ټي ټي پي او بي ايل اې سخت مرګونې ګذارونه ورکړل چې د ۱۵۰ په شاوخوا پاکستاني عسکر يې هلاک کړل.

Comments are closed.