د جینوا غونډه کې تالبان: ژمنې مو ورنکړې ځکه اړتيا يې نه وه

خبريال ويب پاڼه/ د لطف الله حکيمي په مشري جنيوا ته د تالبانو تللي پلاوي د خپل سفر نتيجې داسې بيا کړې چې په اصل کې يې کومه ګټه نه ده تري لیدلې.
د تالب پلاوي مشر لطف الله حکيمي ويلي په جينوا کې يې له بشردوستانه مرسته کوونکو هېوادونو سره کتلي چې په ترڅ کې يې کومه ژمنه نه ده ترې غوښتې.
هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چا راته د ژمنې نه دي ویلي موږ هم ژمنې ونکړې ځکه اړتيا يې نه وه.
د تالب پلاوي دا دويم سفر دی چې اروپايي هېوادونو ته يې ترسره کوي د ناروې اسلو غونډې ته د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي تللی وو، او هلته يې درې ورځې په غونډو کې ګډون وکړ.
اروپایي هېوادونو ته د تالب پلاوو، سفرونه‌ اروپايي هېوادونو ته د دې ښکارندويي کوي چې دوی غواړي له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې ولري خو په مقابل کې يې دا هېوادونه له تالبانو څخه غوښتنې لري، چې دوی باید د ښځو د کار زده کړې او نور‌ لومړي حقونه ورکړي ټولشموله حکومت جوړ کړي رسنۍ انحصار نکړي او بیان ازادي ته ژمن و اوسي خو تالبانو له دې شرايطو څخه يو هم نه دي منلي خو بيا هم له نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکې دي له پنځو مياشتو پس بيا هم تالبان هيڅ يوه هېواد په رسمیت نه دي پیژندلي او نه یې کوم مشروعيت ورکړی خو نړيوالو دا پتیلې چې بغير له تعامله بل هيڅ کوم بديل نشته چې دوی يې انتخاب کړي.
اروپایي هېوادونه هم غواړي چې د افغانستان په قضيه کې ښکېل و اوسي تر سويس وړاندې د تالبانو پلاوي ناروې ته سفر کړی وو او هلته هم د نړيوالو يوازي پر دې ټينګار وو، چې تالبان بايد د نړيوالو کنوانسيونونو په نظر کې نيولو سره په هره برخه کې مخ ته ولاړ شي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More