The news is by your side.

‌د بايډن پر غيري انساني فرمان د پاکستان خوښي: وايي تر هيڅ مړۍ نيمه مړۍ ښه ده

خبريال ويب پاڼه/ ‌د بايډن پر غيري انساني فرمان د پاکستان خوښي: وايي تر هيڅ مړۍ نيمه مړۍ ښه ده
پاکستان وويل چې دوی په دې زیات خوشحاله دي چې بايډن يې نيمايي پيسې امریکایانو ته ډالۍ کړې.
په ملګروملتونو کې د پاکستان دايمي استازي منير اکرم د‌ جو بايډن له وروستي فرمان څخه هرکلی وکړ او و يې ويل چې دا یو ښه کار شوی ځکه تر هيڅ ډوډۍ نيمه ډوډۍ هم ښه ده.
د پاکستان پيغور که خواخوږي د پاکستان هر چارواکی که پر هر موقف وي افغانستان ته يې صدمه رسولې او په بدي یې خوښي ښودلې دي.
د‌امريکا ولسمشر جو بایډن په خپل غيري انساني فرمان کې د افغانستان اوه میلیارده کنګل پيسې آزادي اعلان کړې چې نيمي به د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته ورکړې چې په کور دننه د يو شمېر افغانانو د سخت غبرګون سره مخ شو.
افغانانو د بايډن دا پريکړه د بشر په تاريخ کې احمقانه او غيري انساني وبلله او له نړیوالې ټولنې څخه يې د دې پريکړې په غبرګون کې د يوه اقدام غوښتنه وکړه.
په ټوله نړۍ کې يوازي پاکستان هغه هېواد شو چې له دې پريکړې یې ملاتړ اعلان کړ.
پاکستان د خپل پيدايښت له تاريخه تراوسه له افغانستان چې ګاونډی هېواد يې دی شم قدم نه دی اوچت کړی په دې خبرو سره د پاکستان اصليت مالوم او د امريکا سره یې د چاپلوسي راز راسربيره شو.
پاکستان ته د يو اسلامي هېواد او د افغانستان د يوه ګاونډي په صفت دا اړتيا وه چې د بايډن د دې غيري انساني او بشر ضد کار غندنه وکړي او نړۍ متوجې کړي چې امريکا بايد له دې اقدامه را وګرځول شي.
که چيري د افغانستان دا شمیر پيسې امريکا یانو ته ورکړل شي نو افغانستان به په اصلي توګه له اقتصادي او لوی بشري بهران سره مخ شي.

Comments are closed.