The news is by your side.

د‌ تښتيدلي غني استاز کابل ته راغلی چې له متقي او انس حقاني سره يې ليدلي

عبدالسلام رحیمي چې د‌ پرزول شوي جمهوريت پرمهال د اشرف غني نژدې کس او د حکومت پر مهال یې پر بيلابيلو مهمو څوکيو کار کړی چې وروستی مسوليت يې د سولې په چارو کې د دولت وزير وو، داسې فکر کيږي چې هغه اوس هم غني ته نژدې او ورسره اړيکې لري.
کابل ته د هغه سفر او له تالب چارواکو سره يې ليدنه يوه نوې خبره را څرګنده وي.
عبدالسلام رحيمي د تالبانو له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي او د تالبانو له يوه بل مهم مشر انس حقاني سره ليدلي که څه هم تالبانو يوازي د عبدالسلام رحيمي د خوښۍ اظهارات بيان کړي ولې شک کيږي چې خبره بل طرف ته ده.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت د رحيمي له خولې ويلي چې کابل ته په راتګ خوشحاله‌ دی او د نوي دولت په راتګ چې کوم مثبت تغيرات راغلي دی يې قدردانی کوي.
په يوه ويډيو کې چې نشر شوې د تالبانو مشر انس حقاني چې ويل کيږي د کورنيو چارو وزارت سلاکار دی وايي شکر پرون چې مو ارمانونه درلودل اوس پوره شو.
دا به څه راز
که چیري سلام رحيمي غواړي کابل کې پاتي شي نو دا ځکه ناممکنه ده چې ولې لومړی د عبدالله کرزي او نورو سياسونو غوندي نه پاتيده؟
کله چې جمهوريت پرزول شوی غني له هغه راوروسته د تالبانو پر ضد يوه کليمه خبره هم نه ده کړې او نه هم پر رسنیو زيات را څرګند شوی کله چې هغه له بي بي سي سره مرکه وکړه نو د تالبانو پر ضد زياتې خبرې ترې وا نه وريدل شوې او نه هم تالبانو تر اوسه د ده پر ضد موقف نيولی له دې سفر سره ډير څه تړلي ښکاري د تير حکومت ډير چارواکي اوس هم کابل کې دي او ښايي ډير ځي راځي خو له هغوی سره هيڅ کله د تالبانو وزيران نه ګوري او نه یې هم ليدنه رسنيزه کوي خو تالبان غواړي چې د رحیمي ليدنه او خبرې رسنيزې شي.

Comments are closed.