The news is by your side.

سلام رحیمي د تالبانو د قانع کولو لپاره راغلی تر څو د ترکيې غونډه کې ګډون وکړي

خبريال ويب پاڼه/ د ترکيې يوه غونډه د يوه ټولشموله حکومت د جوړیدو په پار تیرکال کله چې جمهوريت واکمن وو جوړ شو او هغه مهال يې اشرف غني مخالفت کاوه، خو اوس به بیا دا کنفرانس د روانې مياشتې په شپږ ویشتمه نیټه پيل او تر اته ويشت نېټې به دوام وکړي.
خبريال ويب پاڼې ته د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر سرچينو د اشرف غني ځانګړي استازي سلام رحيمي د راتګ جزيات شريک کړي او ويلي يې دي چې ښاغلی رحيمي د تالبانو د قانع کولو لپاره راغلی وو، تر څو هغوی د ترکيې په جوړيدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.
په ورته وخت کې بیا د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د سلام رحيمي راتګ ته بله بڼه ورکړه چې ګواکي هغه وطن ته‌ راستون شوی.
دا کنفرانس به په روانه مياشت کې جوړيږي چې موخه به يې د یوه ټولشموله حکومت رامنځ کيدل وي دا کنفرانس د‌ ترکيې په استانبول کې جوړیږي چې د chs په نوم د يوې ادارې له لورې راغوښتل شوی.
د خبريال سرچینې پر وخت باندې وايي چې سلام رحيمي د تالبانو د قانع کولو لپاره کابل ته راغلی او له مهمو تالب مشرانو سره يې ليدلي.
ويل کيږي کله چې اشرف غني په واک کې وو، نو د دې کنفرانس د جوړيدو مخالفت يې کاوه خو اوس چې د واک پر ګدۍ تالبان ناست دي هم د دې کنفرانس د جوړيدو مخالفت کوي، داسې ښکاري چې دا يو برخلیک ټاکونکی کنفرانس دی او تالبان دا مجبوريت لري چې بايد په کښې ګډ ون وکړي.
تا لبان د دې کنفرانس مخالفت ځکه کو ي چې اوس دوی پر واک او داسې ويره لري چې په يوه فيصله يې څوک په واک ورګډ نه شي، خو نړیو الې ټولنې پر تالبانو لومړی شرط همدادی چې بايد ټول شموله حکومت جوړ کړي.

Comments are closed.

koi finance